رهبري کوم ورک او نا تعریف شوی شی نه دی. رهبري معاصر علم دی او د دې علم په رڼا کې په تجربه شويو کې خو څه چې آن په ناتجربه شويو اشخاصو کې هم د رهبرۍ نښې، شرایط او صلاحیتونه اندازه کېدای او ارزول کېدای شي. زما لاندې ليکنه د کوم شخص په اړه نه ده، خو د معیارونو په تشریح کې مې د اشخاصو د کردار مثبت او منفي مثالونه، دواړه ذکر کړي دی.
د لیکنې هدف مې د رهبر په انتخاب، د ټاکنیز لوري په انتخاب او د مشرانو په پېژنه کې د ځوانانو مرسته ده. علمي معیارونو او تعریفونو ته له واقعیت سره سر ورکول بیا بیل مهارت دی او د هغه مهارت د اړتیا معنا دا ده چې یواځې د علمي معیارونو پېژندل کافي او شافي نه دي او یواځې یوه برخه اړتیا پوره کوي.
رهبرۍ د علم په رڼا کې، په مختلفو آثارو کې، ځای ځای لاندې مفاهیم په مختلفو الفاظو ذکر شوي، او ما هڅه کړې چې الفاظ یې زموږ د واقعیت په رڼا کې بدل را بدل او اساسي مفاهیم یې وساتم. البته زه خپله کتابونه د کاپي کولو لپاره نه لولم، او د لیکنو طرز مې هم داسې دی چې د کتابونو را کاپي کولو پر ځآی کتابونو ته د خپل واقعیت د ور سریښولو په کار کې غښتلی یم. راځو اصلي خبرې ته، چې هغه په راتلونکي رهبر کې زموږ تاسې اساسي غوښتنې او شرایط دي. ما یې لاندې لس را ایستلي او له هر ملګري هيله ده چې د ليکنې په تبصرو کې، یا په ځوابیه لیکنو کې خپل نظریات پرې ور اضافه کړي.
1) قاطع: رهبر بايد پر ځان د اعتماد مظاهره وکړي. کوم رهبر چې پر ځان باور ونه لري، خلک باور نشي پرې کولای او ملاتړي یې جرأت له لاسه ورکوي. رهبر باید د تصمیم نیونې قابلیت ولري. د داودخان مرحوم خبره، تصمیم د بري لومړی شرط دی. هغه رهبران چې په تصامیمو کې قاطع نه وي، نن والي لري کوي، سبا یې بیرته نصبوي، نن امنیه قوماندان لرې کوي، سبا یې بیرته راولي، نن ښاروال لري کوي، سبا یې بیرته راولي، د صفر درجه قاطعیت مظاهره کوي.
داسې کس د افغانستان ولسمشري نه شي کولای چې په دروازه یې بدمعاشان ور خېژي، دی زارۍ ورته کوي، پر انځور یې د ښار په منځ کې ډزې کېږي، دی د دری سوه زره قوې په موجودیت کې زارۍ کوي، د دوهم بست ښاروال ښکنځلې ورته کوي او له اطاعته یې انکار کوي او دی نینه نینه ورته کېږي، ټول ولس یې تر شا ولاړ وي، دی تیاره خونې ته ننوځي او د ملت د غوښتنو خلاف معاملې او تقسیمونه وکړي. د نړۍ د سیاسي علومو ټول پوهان وېره او دهشت درلودل د حاکم اساسي اړتیا ګڼي، بلکې اکثره معاصر ریالسټان او پوهان او پخواني فیلسوفان وېرې ته پر مینه او نرمښت برتري ورکوي. نصیرالله بابر چې کله د کرزي په اړه وپوښتل شو، لومړۍ تبصره یې دا وه چې دا کس قاطعیت نه لري، افغانستان کمزوري خلک نشي اداره کولای. افغانستان د زړورو خلکو هېواد دی، بې زړه خلک یې نشي اداره کولای.
2) صریح او فصیح: اورويل وایي، ژبه د سیاست سیکه (کرنسي) ده. لکه اقتصاد چې په پیسو چلېږي، سیاست په الفاظو او ژبه چلېږي. ولسمشر باید د دې وړتیا ولري چې له خلکو سره مفاهمه وکړای شي، مغلق موضوعات ورته شرحه کړای شي، او هره درېیمه خبره یې عمومي مسخره او طنز جوړ نشي. داسې کس زموږ ولسمشرۍ ته نه دی جوړ چې د ژبې هره ښویېدنه او لغزش یې بیرته اورېدونکي او ملاتړي پسې اصلاح کوي او تعبیر ورکوي او مخالفینو ته یې ملاتړي صفایانې ورکوي چې نه، زما د مشر دغه، او هغه هدف و؛
3) ټیم ولري: خلک وایي، که باور او اعتماد نه لرې سیاست او تجارت مه کوه. د دې دوو کارونو لپاره باور او اعتماد تر هرڅه وړاندې دی. ډاکټر اشرف غني د “ماتو دولتونو جوړول” په اکثر کې د یوه مات هېواد یا دولت د رغولو لپاره تر ټولو اساسي شرط د ټیم درلودل ښیي. ټیم درلودل داسې نه وي چې نن دې احمدضیاء د سترګو تور وي، سبا دوستم وي، بله ورځ داودزی وي، بله ورځ امرالله وي، بله ورځ اتمر وي. رئیس جمهور باید داسې نه وي چې ټیم یې لکه د ګور چینجي، یو له بله خوري. امنیتي سلاکار یې د دفتر د رئیس، د دفتر رئیس یې د چارو د ادارې، دفاع یې د امنیت او امنیت یې د سولې د شورا د رئیس پښې وهي. ویاندان یې هلته لکه د ګور چینجي سره خوري، او په یوه واړه دفتر کې یې د پیشو د ټیم او د لېوانو د ټیم غړي ګډ سره اچولي وي. ښه رهبر باید خپل وخت پر یو څو غټو تصامیمو تېر کړي، لاندې واړه تصامیم باید اعتمادي ټیم ته حواله کړای شي. د افغانستان ولسمشر باید پوستو د غوړو او بورې د قراردادونو تصویبولو ته وخت ونه لري، که نه افغانستان تباه دی.
4) له حده زیات کتابي نه وي: کتابي والی په علمي محیط کې نعمت او په سیاست کې مصیبت دی. سیاست عملي لوبه ده. د کومو خلکو چې د عمل او نظریې بېلانس خراب وي، د هغوی د ادراک قابلیتونه د بې ثباته ټولنو د سیاسي لوبو لپاره نه جوړېږي. که په کتابي پوهه څوک ښه رهبر جوړېدای، عبدالرحمان خان بې سواده او شاه شجاع بهترین شاعر او ډېر عالم وګړی و. هغه په افغانستان کې د معاصر دوت بنسټ کېښود او هغه بل شته دولت له لاسه و ایست؛
5) د خپل هېواد پر کلتور بلد وي: ایموشنل انټلجنس د یوه رهبر اساسي غوښتنه ده او ایموشنل انټلجنس درلودل له کلتوري او ټولنیز درک پرته ممکن نه دی. رئیس جمهور باید داسې څوک نه وي چې شاوخوا خلک پر انګلیسي ژبه، او بهرني کلتور د ښه بلدتیا پر معیار را ټولوي چې چا ته د پیتزا ډېر ډولونه معلوم وي، هغه ته ډېرې نمبرې ورکوي.
6) صادق وي: رهبران باید له مخالفانو سره په چل او دروه او له دوستانو سره صداقت او ریښتینولي وچلېږي. کوم رهبران چې وایي یو څه، کوي بل څه، نن یو څه وایي، سبا بل څه وایي، نن یو څه وایي، سبا بل څه کوي، ډبل معیارونه لري، یوه ټوپکسالار ته بد وایي، بل نازوي، د خپل منشور، خپلو کتابونو، خپلو مقالو خپلو نظریاتو خلاف عمل کوي، هغه ته صادق مشر نه شي ویل کېدای. له مخالفینو سره د یوه مشر صداقت اړین نه دی خو له ملاتړو سره صداقت یې فرض دی. د یوه رهبر د نه صداقت تر ټولو ښه نمونه د ملي وحدت د حکومت تړون دی. دواړو لوریو تر پایه خپلو ډلو ته دروغ وویل چې ګواکې قدرت په فیصدۍ نه دی وېشل شوی، د جمهوري ریاست صلاحیتونه نه دي تقسیم شوي، د نظام طرز نه دی بدل شوی. ټول دغه کارونه شوي و، او کله چې به دې د هو او نه پوښتنه کوله، تل به د نه ځواب ترلاسه کېده.
7) فاسد نه وي: د رهبر فساد یواځې د ده د شخص فساد نه دی. مېرمن، اولادونه، وروڼه، او د کورنۍ ټوله شبکه د ده د فساد برخه دي. فساد یواځې غلا ته هم نه ویل کېږي. نا اهله وګړي پر لوړو دندو ګومارل، بې ځایه لوړ معاشونه ورکول کېدل، د رشوت او کمپایني پیسو په مقابل کې خلک ګومارل، له وړو او تکړه وګړیو سره د شخصي عناد له امله د هغوی تجریدول ټول په فساد کې راځي.
8) خلکو ته باید لرلید ورکړای شي: ښه رهبر باید ځوانانو ته ښه خوب ور وليدلای او ټولنې ته لرلید ورکړای شي، ژورې ستونزې درک او پیشبیني کړای شي، د راتلونکي خطرونه د پیشبینۍ په زور دفع کړای شي. لنډنظری، په ورځینیو جنجالونو بوخت او د روزمره توب په ناروغۍ اخته وګړی افغانستان غوندې مأیوسه او له افسرده ګۍ ډکه ټولنه نشي رهبري کولای؛
9) خلاقیت او ابتکار ولري: د مثال په توګه، د سولې د اوربند ابتکار، له پاکستان سره د مخکې او وروسته تګ د سیاست ابتکار، د علماوو د غونډو ابتکار، دا رنګ ابتکارات د ښه رهبر خواص دي چې اوسنی ولسمشر پکې تر پخوانیو هغو بهتر دی.
10) د ولس درد حس کول: ولسمشر باید په ارګ، وزیراکبرخان او شاوخوا پرتو ګیسټ هاوسونو کې جوړه اروپا ړنګه کړي. دا ظلم او خیانت دی چې ولس دې په وینو کې لمبېږي او د وزیراکبرخان په حوېليو کې دې هلکان بلیاردونه کوي، هره شپه دې پارټیانې وي. دا چې غزنی سقوط کوي او ولسمشر د ځوانانو په غونډه کې چکچکې وهي او بیا درېیمه ورځ وایي چې زه له سقوط څخه اته څلوېښت ساعته وروسته خبر شوم، د بې تفاوتۍ، او درد نه حس کولو انتهاء ده.
ډیر اعلی ټکړه ځوان او ښه تحلیلګر ېی . بریالیتوب دی غواړم.
مننه ټول دی حقیقت ویلی دا خبره دی خوندوره ووه چی ولسمشر باید فسیح زبانه او ښه واضیح خبری وکړی مګر زمونږ ولس مشر هروخت تیروتنه کړی وی
ښه جامعه ليکنه مو کړې ده!
خو دلته په داسې اوصافو اشخاص چليدل هم سخت کار دى دلتت خولې سختې ډېرې دي.
کار ته دې څوک نه پرېږدي له باندنيو مداخلو سره سره داخلي کړکېچونه هم موجود دي
دلته يو شمېر پخواني کاسه سټي او مفسدين پاتې شوي دي کار له هغوى وران دى ولسونه په تبليغاتي او مفکوروي جګړې چلېنجوي.
که د اعلى سر قومندان امر وکړي په فوځ يو زورواکى ووهي دلته د اعلى سر قومندان نوم هم په زورواکو او متشدد کې راځي.
ډېر عالي او ارزښتناکه ټکي دي
خصوصآ دا درييم يې چې ښه ټيم درلودل دي زما په نظر همدا اوسني ټول ټيمونه مصنوعي دي يا د پيسو او يا د موقت اغراضو په بنا استوار دي چې دا ترېنه لېرې کړې په ساعتونو کې به وپاشل شي مثالونه یې ډېر دي د ټيم پوخ غړی وي له هغې نقطې چې پکې بريالی ندی ويې ښوروې په هماغه ساعت مخالف ده هغه ټوله سرمايه ګزاري دې په صفر کې ضرب شي
پر ځای لیکنه ده الله ج دي اجرونه درکړی
دلیکوال صاحب په اجازه زه به ۱۱ معیار هم ور زیات کړم
۱۱ – د یو ولسمشر لاسونه باید دخپلو خلکو په وژلو او شکنجه کولو سره او تور نه وی
زما په نظر په افغاني مذهبي ټولنه کې باید رهبر ځان په هغو ارزښتونو سمبال کړی کوم چې نوموړې ټولنه ورباندې معتقده ده
پدی توګه به د رعیت د باور یوه بله پایه د مذهبي عقیدې له آدرسه په رهبر باندې د باور د لرلو لپاره کیښودل شي او رعیت به رهبر له خپل منځه وبولي.
لکه د شاه امان الله خان حکومت چې د مذهبي بې باوری له امله لامل یې که هر څه یا هر څوک وه ړنګ شو.
همغږی یم.
مننه قرار صیب. زموږ هیواد کېـتل د بد او بدتر تر منځ انتخاب ووو او دی.
راتلونکي کې باید د رهبر په انتخاب کې دا معیارونه په نظر کې ونیول شي.
سلام
ستا لیکنہ دیرہ جالبہ دہ ۔ اسانہ او پہ سادہ پشتو کی دی دیری مھمی نقطے سر ہ پیوند کری چی یو لوستونکی تہ پہ کم وخت دیر گونگ شیان رابر سیرہ کوی۔
قرار صا حب : میکا یل ھارت پہ خپل ۱۰۰ مخہ ایزہ کتاب کی داسی وایی: پہ تاریخ کی یوازینی کس چی موز ھغہ تہ رھبر ویلای شو ، کوم چی پہ دیرہ اوچتہ سویہ یی پہ دواروبرخو : مذھبی او سیکیولر کی ستر بریالیتو بونہ تر لاسہ کرل حضرت محمد مصطفی وہ ۔نو خکہ پہ قرآن کریم ھم دمدینی شار او د تو لو مسلمانانو رھبر نومول شوی چی خپل اُمّہ وپوھوی
دھند د خپلواکی لپارہ گاندی خومرہ لہ ھمدی جھان بینی نہ کار واخیست چی بریالی شو!
بنا بران لہ معاصر علم او گوگل نہ دا تعریف وخی۔
لہ بدہ مرغہ موز دغہ ھیواد پہ وچ سیاست کی راگیر کری چی نری نہ یی طرحہ ورکہ دہ ۔
سلامونه ،
قرار مجید جانه ،ډیره اعلی او پر وخت لیکنه دې کړې ده. آپرین.
یو خو به دا ووایم چې ټولې نیوکې دې باید پر ډ.غنی نه وای ؛ له هغه زیاتره واښنه برخه چې چا د باطلو جعلي ادعاوو اخیستی ، هم یادې کړې وای…
* د ولیخان کوچي ورور په جواب کې باید وویل شي چې زما په فکر له امان الله خان نه به بل ښه حقیقی مسلمان پاچا د ولس او هیواد د پرمختګ او د وګړو بشری حقوقو په پاللو او د دنیا سره په سیالولو کې ،نه وي تیر سوی. سوء تبلیغات د انګریز او سکاویا نو دي. ۱۲-زعیم،قاید یا ولسمشر باید عادل وي، مجازات او مکافات په حق او عدالت سره وکړي
۱۳-له حده زیات د خارجیانو تابع نه اوسي ، مثال د خپلو ځوانانو شهیدیدل ورته هیڅ وی ،مګر د ۱-۲ خوارجو په وژنه اوښکې تویوی او میډیا یی په سر اخیستی وی لکه د فلسطین او اسراییل!!؟؟
په الله مو سپارم . هیله ده نور وروڼه هم خپلې نوې زړې پر اضافه کړئ. په درناوئ
11. A real leader ought to work his way up from the bottom and be backed by masses reaching to the top.
12. A real leader should be able to pinpoint the lead cause/s of societal backwardness – the mother of all pain – and do not run after foreign assets shower them with the blessing of Estikhara votes.
Dear A.Halim Hakimi sab!
Your issues could be 14. & 15. after me!. Can`t they??.
دومره چه پوه يى نو لطفاً دا هم راپه ګوته کړه چه داسې رهبر به کوم ځاى کې پيدا کړو.
ستاسو د شرایطو په مطابق باید د پخوا زمانو… دصحابه کرامو يا تابعينو د زمانې نه يو راولو
خبرې دې سل په سلو کې سمې دي، قرار صيب او ډير زبردست تحليل مو کړې ده
حيران پدې يم چې ستاسو په شان زيرک ځوان ولې دومره وروسته دغني د رهبرۍ په مشکلاتو پوه شو؟
ولې مو دومره وخت په هرڅه سترګې پټې کړې وې؟
بايد ددې سوالونو لپاره هم منطقي جواب ولرئ کنه نو بيا خو شايد ستاسو پيغام دومره قوي اثر ونلري
درناوی
Sorry Dr . Sofpi,
Seems like I missed up the numbers.
قرار صاحب
ښکلې لیکنه مو کړې
تاسو خو ماشاالله زړه ور، خوله ور او سپین ګوی شخصیت یاستی او په همدې صفت مو لوستونکي ډېر او پې شمیره دي
په پورته لیکنه کې نه پوهیژم کوم جبر،،،، تاسو دې ته اړ ایستلي یاست چې د رهبری د معیارونو په منځ کې تر ټولو مهم او بنسټیز معیار باندې سترګې پټې کړې دي او لوستونکي مو د لیکنې له لوستلو سره سره داسې احساسوي چې بیا هم یو څه ورک دي.
خپلواکي یا په بل عبارت ازادي هغه معیار دی چې نه شتون یې د رهبریت پاته ټول معیارونه ناکاره کولای شي.
د کابل په ژوبڼ کې زمری شته خو هلته د موجود هر ګیدړ او شغال او دد او دیوث سترګه نه ترې کیژي دا ولې،،، مګر زمری د ځنګل
پادشاه نه دی،،، په هغه کې د مدیریت رعب او دهشت ټول صفات شته خو دا چې اسیر دی،،، دا چې محکوم دی،،، دا چې خوراک یې د خپلو خولو او پنجو له برکته نه دی،،، او او ،،،،
نور یې ستاسو تاند قلم ته پرېږدم
په دې هیله چې زما دا نیوکه ستاسو په خلاقی فکر کې یو مثبت انقلاب راولي او د محکومو له ډلې ځان راوباسی
خوب لیکن کدی اربان که مو ره د فسبوک نداري !
” په پورته لیکنه کې نه پوهیژم کوم جبر،،،، تاسو دې ته اړ ایستلي یاست چې د رهبری د معیارونو په منځ کې تر ټولو مهم او بنسټیز معیار باندې “سترګې پټې کړې دي او لوستونکي مو د لیکنې له لوستلو سره سره داسې احساسوي چې بیا هم یو څه ورک دي
زه بیله دی چی د قرار صاحب د لیکنی د محتوا سره تماس ونیسم ددی ټکی یادونه اړینه بولم چی
د یو سیاسی رهبر او د ټولنی د خلګو تر منځ باید یو مشترک معیار هم شتون ولری یعنی که رهبر (باید )د ځینو ځانګړو معیارونو درلوونکی وی نو د ټولنی عمومی ذهنیت او اخلاق هم باید دا چمتووالی او استعداد ولری چی د رهبر د معیارونو د تثبیت د ادامې سره ژوره مرسته او همکاری ولری
یوازی د رهبر معیارونه به هیڅکله کافی او شافی ونه ګڼل سی که وولس او ملت همغږی او ههغیږی ښکاره نه کی او یو رهبر که نابغه هم وی د وولس د ذهنی تعادل د ناروغی په صورت کی به هیڅکله ددې توان ونلری چی خپل نبوغ په عمل کی پلی کی بناً د ځینو معیارونو لاسته راوړل مخکی لدې چی د رهبر لپاره اړین او ضروری وی د ټولنی لپاره ضروری دی ځکه ټولنه باید لومړی تر هر څه مخکی د رهبر یا رهبری د معیارونو د تشخیص استعداد په ځان کی ومومی او تر ټولو مهم ټکی به داوی چی د ټولنی فرد فرد د خپل دریځ په تناسب د مسئولیت احساس ولری چي په هغه صورت کی به د رهبر د مسئولیت احساس هم ګټور وی