د غور ولایت ورزش اداره د رمضان جام سیالۍ پیلوي

ـ تاند

د خبرونو له مخې د غور ولایت د ورزش اداره په پام کې لري، څو د رمضان جام سیالۍ پیل کړي، د دغه ولایت د ورزش امر امیر محمد غوري نن ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل:

(مونږ د رمضان جام په دغو سیالیو کې به د فوټبال، والیبال، فوټسال¬، هندبال او باسکیټبال سیالۍ ترسره کوو چې ټول په یو سر پوښلي جمنازیوم کې ترسره شي.)

د ښاغلي غوري په خبره، د دغو لوبو هدف دا دی څو له ولایتونو بهر سیالیو ته ټيمونه وپیژندل شي.
د افغانستان تاریخي ولایت (غور) چې د تاریخ په اوږدو کې بیا بیا په زرینو کرښو ستایل شوی دی، پکې بېلابېلې رزمي سیالۍ ترسره کیږي چې د لوبو مینه وال یې زیات شمېر ځوانان دي.