جرمني د نړیوال جام په لومړي پړاو کې پاتې راغی

تاند- په روسیه کې د 2018  کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به نن په H ګروپ کې سینیګال له کولمبیا او جاپان له پولند سره مخامخ شي.

د څلورو واړو ټیمونو ترمنځ دا لوبې د افغانستان په وخت د مازدیګرپه شپږنیمو بجو پیلیږي.

همداراز به په G ګروپ کې انګلستان او بلجیم، پاناما او تونس سره مخامخ شي.

دا دوې سیالۍ د افغانستان په وخت د شپې په لس نیمو بجو پیلیږي.

د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې پرون د جرمني د فوټبال ټیم چې د ۲۰۱۴ جام اتل و، له جنوبي کوریا دوه ګولونه وخوړل او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

دا اول وار دی چې د جرمني د فوټبال لوبډله د نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې له سیالیو وځي.

د سویس او کوستاریکا ترمنځ لوبه دوه په دوه مساوي شوه.

له سربیا څخه برازیل ډوه پر صفر وګټله.

اوسویډن درې ګولونو مکسیکو ته ماتې ورکړه.

په E  ګروپ کې برازیل او سویس او F ګروپ کې سویډن او مکسیکو د دې جام دوهم دور ته ووتل.