د افغان کریکټ ملي لوبډلې اوپنینګ، که د شګو ورخ؟

محمدالله شېرزی

د غبرګولي ۱۶ مه

په هر لوبډله کې د پیل توپ وهونکي (Openers) هغه حوصله ناک او باوري لوبغاړي وي، چې لوبډلمشر او روزونکی ورباندې ډېر خواره کوي. داسې روحیه او روزنه ورکوي، چې په هر حالت کې لوبډلې ته ګټه راوړي، مرال یې وساتي او لوبه ورته اسانه کړي.

روزونکی لوبې ته په کتو سره له اوپنرانو ښه لوبه غواړي، هر کله چې مقابلې لوبډلې ته لوی هدف ورکول غواړي، نو دوی ته په اوږده فارمټ کې د کرارې لوبې پلان ورکوي، ترڅو منځنیو او هیټینګ کوونکو لوبغاړو ته لوبه ور ورسوي او کله چې ستر هدف ورکړل شوی وي، نو دوی ته هم د فریشر اچونې په موخه د تېز پیل هدایت کوي، ترڅو د مقابلې لوبډلې پلان ور ګډوډ کړي.

د نړۍ سترې لوبډلې مالوم او کره د پیل لوبغاړي لري، که د بېلګې په ډول ووایو:

  • جنوبي افریقا هاشم املا او ډیکاک لوبوي، که منډې کوي کنه، خو دوی نه تبدیلوي.
  • اسټرالیا ډیویډ وارنر او ارون فینچ لوبوي،په ډېرو کمو مواردو کې عثمان خواجه ته موقع ورځي.
  • هندوستان روهیت شرما او شکر داون، که سلیزې کوي، که په صفر ځي، د اوپنرانو په حیث منلي او ځینې وختونه ریحاني ته چانس ورشي.
  • انګلېنډ چې کریکټ یې مسلک دی، د هالیس سره جي روی لوبوي، سره ددې چې په تېرو څو لوبو کې یې په مسلسل ډول له شلو منډې ندي اړولي.
  • نیوزېلېنډ له مککالم سره لوبیدونکی اوپنر ګپټل، چې ډېری وخت یې لوبه بې خونده وي، خو له لوبډلې یې نه کینوي.

همداسې د نړۍ نورې پیاوړي لوبډلې، خو زموږ د کریکټ لوبډله دمنځنیو (Middle Order) زیات د پیل لوبغاړي (Top Order) لري. هر کله چې لوبډله اعلانیږي، نو هر اوپنر ددې دعا کوي، چې ورته د لوبیدو چانس ورکړل شي، سره ددې چې د کریکټ په نوره نړۍ کې دا خبرې بې مسلکي ده، هلته که چیرې لوبغاړی په خپله ونه غواړي، چې ونه لوبیږي، ټاکونکي ډلګۍ ورته د کیناستو یاده هم نه کوي.

په اوس وخت کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په دریو فارمټونو کې اوپنر توپ وهونکي دادي:

شهزاد محمدي، نورعلي ځدراڼ، کریم صادق، جاوید احمدي، عثمان غني، نجیب تره کی، شبیر نوري او  احسان جنت…

خو ددې سره – سره د ویسټ انډيز په سفر کې په دریو شل اوریزو لوبو کې څلور اوپنران بدل او رابدل شول، سره ددې چې شل اوریزو لوبو ته نورعلي او عثمان غني غوره شوي وو، خو  ګلبدین یې د الرونډری څخه اوپنینګ ته راووست، چې زیاتې منډې یې ۱۲ وې او جاوید یې د یو ورځینیو څخه ورته راټيله کړ، چې په صفر یې سترګې له میدانه پناه کړې او عثمان غني پدې پلمه، چې اصغر رن اوټ کړ، له سکواډه ایسته کړ.

اوس پوښتنه دلته داده، چې ایا د حل لاره یې د لوبغاړو دومره ستر بدلون دی او که په لوبغاړو خواري کول؟

لکه څه ډول مو  چې په پیل کې د ځینو هیوادونو یادونه وکړه، داسې نده، چې دوی نوره لوبغاړي نلري، بلکې په سلګونه داسې توپ وهونکي ورسره شته، چې دوی ته اوپنینګ وکړي، خو دوی پدې لوبغاړو کار کوي او ورڅخه د پلان مطابق لوبه غواړي. بیلګه به یې د روهیت شرما او شکر داون راوړو، دوی ډېری وخت اوټ فوم وو، خو د چمپین ټرافۍ کې یې د پاکستان په خلاف بې نظیره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، له نیمه سلیزو واوختل او ان تر سلیزو نږدې شول. کیدای شي، د هند لپاره د پای لوبې ګټل دومره مهم نه وي، لکه د پاکستان ماتونه.

د خپلې ملي لوبډلې لیوني مینه وال یو، خو په یقین سره چې اوسنۍ رهبرۍ پوره خواشیني کړي یو، بې مسلکه کړنې ترسره کوي، سره ددې چې پوره مسلکي اوپنر نوروز منګل د غوراوي د کمیټې مشرتوب په غاړه لري. ده ته ددې برخې له ټولو زیات مخ ور اوړي، دی باید په فسبوک پسې لاړ نشي، هغه لوبغاړي، چې ښه وړتیا لري او راتلونکی یې د لوبډلې په خیر وي، په مختلفو فارمټونو کې په مسلسل ډول سره د مسولیته چانس ورکړي، چې په لوبه کې څه ډول وړاندې لاړ شي او له کومو تکتیکونو کار واخلي او په کومو لوبغاړو کې  د کوم فارمټ وړتیا سترګې غړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *