د بین سټوکز ستاینې ته د هند کرکټرانو کار ویلی

ولید خپلواک

 د هندوستان پخواني توپ وهونکې ګوتم ګمبیر په خپلو تازه څرګندونو کې د بین سټوکز په اړه مثبت نظر ورکړ او هغه یې د انګلستان لپاره یو اتل وباله. ګمبیر ویلي:

((په اوسني وخت کې د بین سټوکز سره هیڅ هندي لوبغاړی نشو پرتله کولای او نه دې څوګ په دې اړه سوچ کوي.سټوکز په درې واړه فارمټونو کې ښه ځلیږي او په اوس وخت کې د نوموړي سیال نه لیدل کیږي.))

 ګمبیر زیاتوي: ((که د بین سټوکز پڅير لوبغاړي لوبډلمشران له ځانه سره ولري نو دا د هغوۍ لپاره د ویاړ خبره ده. بین د ټولو لپاره خوښوونکی دی، ځکه هغه په درې واړه فارمټونو شل اوریزه پنځوس اوریزه او ټیسټ کې ځانګړې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.  دا به د هر هیواد او لوبډلمشر لپاره یو خوب وي چې د بین سټوکز پڅير لوبغاړي په لوبډله کې ولري، سټوکز په خپله وړتیا کې مشر دی هغه توپ وهنه کوي، توپ اچونه کوي، اود فیلډینګ بڼه یې د نورو څخه جلا ده.))

 بین سټوکز په ۲۰۱۱ م کال کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شو او خپله لومړی لوبه یې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه.  نوموړی اوس مهال د ویسټ انډيز سره په سیالیو بوخت دی او په روانو درې ټیسټ لوبو کې یې یو ځل بیا دا ثابته کړه چې نوموړی د هر فارمټ لپاره جلا کرکټ نندارې ته وړاندې کوي.

 د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې نوموړی په لومړي مقام کې راغی چې مخکې دا مقام د ویسټ انډيزي لوبډلمشر جیسن هولډر سره و.