انګلنډی جي روټ بیا راستون شو

ولید خپلواک

 د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتی کرکټر جي روټ د ځنډ وروسته یو ځل بیا ملي لوبډلې ته راشتون شو. نوموړی د خپل ماشوم د زیږون لپاره په لومړی ټیسټ لوبه کې ونه لیدل شو>

 جي روټ چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ټيسټ فارمټ کې لوبډلمشر دی، په نشتون کې یې انګلستان کرکټ ملي لوبډله په لومړی ټیسټ لوبه کې ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ته تسلیم شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټيسټ لوبه د روانې میاشتې په ۱۶ نېټه په مانچسټر لوبغالې کې ترسره شي.

 د انګلستان لپاره په لومړی ټیسټ لوبه کې بین سټوکز لوبډلمشر و چې ترډېره په لوبه کې ښه ونه لیدل شو او پر نوموړي وروسته ډېرې نیوکې هم وشوې برتانویان په دې اند و که چیرته سټوراټ براډ په سیالۍ کې موجود وی نو سیالۍ به انګلنډ ګټلی وی، او بل طرف ته د دوی پیل د توپ وهنې ښه نه و.

 وبه ګورو چې د جي روټ په راتګ سره انګلستان کرکټ ملي لوبډله خپل غچ له ویسټ انډیز لوبډلې څخه اخیستلی شي که نه؟

 یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډيز وروسته د ایرلینډ سره هم درې سیالۍ لري چې د اګسټ په لومړیو کې به ترسره شي، او له هغې وروسته به بیا په اګسټ میاشت کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.