له تور پوستو سره تبعیضي چلند او لوبغاړو ته یې سزا
د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د جولای په اتمه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل شوه. د دې لوبې په پیل کې د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبغاړي لوبغالي ته له راښکته کېدو سره سم په لوبغالي کې ځکه ګونډه کېش شول، چې تور پوستو ته احترام وکړي او هغوی سره زور زیاتی او تبعیض وغندي.
نه یواځې لوبغاړي بلکې د لوبې ټول پرسونل لکه لارښوونکي او د لوبې ټول سټاف له تور پوستو سره د محبت درلودلو او تبعیض ختمولو په موخه ګونډه کېش شول.
له تور پوستو سره د تبعیض خبره وروسته له هغې ګرمه شوه، کله چې امریکا کې د سپین پوستو پولیسو لخوا یو تورپوستی جورج فلایډ منیسوتا سیمه کې ووژل شو.
نوموړی په داسې حال کې ووژل شو، چې پولیسو یې په مرۍ ګونډه اېښې او ۹ دقیقې یې ساه بنده شوه او بالاخره ووژل شو.
له هغې وروسته په امریکا او ټوله نړۍ کې تورپوستي د خپلو هم نژادو په ملاتړ راپاڅېدل او سوله ییز لاریونونه یې وکړل.
اوس لوبغاړو ځکه ګونډه کېش وکړ، چې د جورج فلایډ هغه صحنه تمثیل کړي او نړیوال د تبعیض ختمولو ته متوجه کړي.