د نیوزیلنډ یوه ښځينه لوبغاړې نړیوال کرکټ پرېږدي، خو له خپل کورني لیګ ښې خاطرې لري

ولید ( خپلواک)

 د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې ښځینه لوبغاړې ریچل پریسټ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

 د پریسټ سره دا ځل نیوزیلنډ کرکټ بورډ مرکزي قرارداد اعلان نه کړ، نو له همدې امله یې له نړیوال کرکټ څخه مخه ښه وکړه.

پریسټ د نیوزیلنډ لپاره ۱۳ کاله نړیوال کرکټ وکړ. هغه د نیوزیلنډ ښځینه لوبډلې لپاره ۸۷ پنځوس اوریزې، ۷۵ یې بیا شل اوریزې، په پنځوس اوریزه لوبو کې ۱۶۷۴ او په شل اوریزه لوبو کې ۸۷۳ منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړې په ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام په څلورو سیالیو کې ۶۰ منډې وکړي.

پریسټ د خپل تقاعد په اړه روښانه نه کړه چې ولی یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد کړی، خو د راتلونکي کورني لیګ په اړه یې ښه احساس درلود.