د کرکټ نړېواله شورا: هڅه کوو، څو د کرکټ نړیوال جام په اړه پرېکړه اعلان کړي

د نړیوال شل اوریز جام لپاره مخکینۍ نېټه د اکټوبر ۱۵ مه نېټه وه؛ خو اوس اندېښنه شته، ښایي چې دا جام په خپله نېټه ترسره نشي او ځنډول شي.

د کرکټ نړیوالې شورا هم تر دې دمه د کرکټ د بیا پیل په اړه دقیقه پرېکړه نه ده کړې او لا هم کرونا ویروس د کرکټ لپاره نړیوال ګواښ دی.

اوس د نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اړه ویل شوي، چې راروانه اونۍ کې به د دغه جام د ترسراوي او یا هم نه ترسراوي په اړه پرېکړه کېږي.

ویل شوي، چې ښايي د اسټرالیا هېواد د ۲۰۲۰ م کال په اکټوبر میاشت کې ترسره نشي او کېدای شي وروسته شي.

بله خبره د آې پي ایل لپاره موقع ورکول دي.

د هندوستان کرکټ بورډ په دې لټه کې دی، چې د آې پي ایل لپاره زمینه برابره کړي، خو لا هم د آې پي ایل مسولین په دې نه دي بریالي شوي چې د آې پي ایل د پيل لپآره نېټه په ډاګه کړي.

د کرکټ نړیواله شورا، د اسټرالیا او هندوستان کرکټ بورډونه په دې لټه کې دي، چې د نړیوال جام او آې پي ایل سیالیو پیل لپاره سره مشوره وکړي او یوه مناسبه نېټه ورته وټاکي.

د کرکټ د بیا پیل لپاره څو ورځې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د کرونا ویروس څخه د مخنیوي څو لارښوونې هم اعلان کړې.