یو ایس اي: امریکا کې د لیندۍ یا غشي ویشتلو سیالېو نوملړ مو خپور کړ

د امریکا متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۰ م کال د می میاشت په اوږدو کې پیلېږي او د کال تر پایه پورې د لېندۍ او غشي په مرسته د نښې ویشتلو لوبې ترسره کېږي، چې ټول کال به په یادو ایالاتونو کې په ملي کچه ترسره شي، د (یو. ایس. اې) ارچري په نوم وېب پاڼې د دې سیالیو بشپړ نوملړ خپور کړی، چې د کال په اوږدو کې به پکې د غشي او لېندۍ په مرسته د نښې ویشتلو یا ارچري شوټېنګ لوبې روانې وي.

د ارچري شوټېنګ یا د لېندۍ او غشي په مرسته د نښې ویشتلو لوبې د امریکا په مختلفو ایالاتونوکې د پیل دي او د کال په اوږدوکې به په ملي کچه د ګڼ شمېر نارینه او ښځينه لوبغاړو ترمنځ روانې وي.

د یو اېس اې په نامه یوې وېب پاڼې د یادو لوبو بشپړ کلنی نوملړ خپور کړی.

په ارچري شوټېنګ لوبو کې یو لوبغاړی د لېندۍ او غشي په مرسته هغه نښه ولي، چې په مناسب واټن کې له لوبغاړي اېښودل شوې وي، د لوبو نښه لس دایرې لري، چې دایرو ته بېلابېل رنګونه ورکړل شوي وي، دغه رنګونه د دایرې له داخل خوا پېلېږي او بهر خواته د دایرو کړۍ پراخېږي.

که نښان ویشتونکی لومړۍ کوچنۍ دایره وولي؛ نو لس نومرې اخلي، که ورپسې رنګ کې دایره وولي، ۸ نومرې اخلي او که همداسې بهر خواته دایرې ویشتل کېږي؛ نو دوه، دوه نومرې د هرې دایرې پر سر کمېږي.

هر لوبغاړی چې په غشي خپلې ځانګړې دایرې وولي هغه زیاتې نومرې اخلي او بریالی هم شمېرل کېږي.