هالنډ: د پاریس سېنټ جرمن لوبغاړو راسره مرسته وکړه
محمود خان منندوی
زه په رښتیا د نیمار او د پاریس سېنت جرمن د نورو لوبغاړو د رفتار څخه ناراحته نه شوم. هغوی زما سره مرسته وکړه، تر څو زما د حرکت ارزښت د نړۍ خلګو ته وښایم. په دې ډول د نړۍ خلکو پام را وګرځېد، چي زما حرکت ډېر ارزښت لري او په همدې خاطر د هغوی څخه د دې مرستې له امله مننه کوم.
منچسټر اونینګ: منچسټر سیټي د لنډ مهاله قرارداد غځولو له پاره د ډاویډ سیلوا او کلوډیو براوو سره خبرې کړي دي.
د چیلسي پخواني لوبغاړي جوکول د کرونا وایروس سره د مبارزې په هدف ۳۰۰ زره یورو د روغتونونو د کاري ډلې سره مرسته وکړه.
کریسټیانو رونالډو د ماډیرا و ناسیونال کلب ته تللی دی: دی وايي: ((خپل پخواني کور ته تګ همیشه ښه وي.))
رونالډو تر ۱۲ کلنۍ پورې په ناسیونال کلب کې و او تر هغه وروسته سپورټینګ لیسبون کلب ته ولاړ.
د جرمني دولت اعلان کړه، چې ورزشي لوبغالو ته د تماشاچیانو ورتګ د اګسټ میاشتې تر پایه پورې منعه دی. پر دې اساس نو که د بونډسلیګا د دې فصل لوبې ادامه پیدا کړي، بې له تماشاچیانو به ترسره شي.
جرمني کې تر اوسه په کورونا وایروس تر ۱۳۳ زره ډېر کسان اخته شوي دي، چې اوس د تازه پېښو شمېر مخ پر لږېدو روان دی.