شین واټسن: ایم ایس ډهوني نا اشنا پرېکړې کوي، خو تل بریالۍ ثابتیږي

ولید ( خپلواک)

 د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شين واټسن د کریک انفو سره په یو ځانګړې مرکه کې ویلي:

((زه د کرکټ په نړۍ کې له څلورو لوبډلمشرانو څخه ډېر خوښ یم، هغوی د خپل وخت ترټولو مخکښ لوبغاړي وو، دوی به د لوبې په جریان کې ډېرې ګټورې پرېکړې کولې.))

له واټسن څخه وغوښتل شو چې دا د کوم هېواد څخه دي او څوګ دې؟ واټسن یې په ځواب کې وویل:

((لومړی مې د استرالیا د جادوګر سپينر (شين وارن) لوبډلمشرې زیاته خوښيده، دوهم د استرالیا لپاره بل پخوانی لوبډلمشر ریکي پونټینګ دی، پوټنیګ د لوبډلمشرۍ تر څنګ یوښه توپوهونکی هم و، درېیم هندوستاني ایم ایس ډهونی دی، ایم ایس د نړۍ له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دی، زه آی پي ایل سیالیو کې ورسره لوبیږم، هغه ډېرې نا اشنا پرېکړې کوي چې هر کله ګټورې ثابتې شوې دي او څلورم بیا بل هندی پخوانی لوبډلمشر راهول ډراویډ دی، راهول د هندوستان په ګټه یو ښه لوبیدونکی لوبغاړی و.))

د دې ترڅنګ د باسټ باولینګ په برخه کې د استرالیایي (میچل جانس) توپ اچونه زیاته خوښه وي. واټسن په نړیوال کرکټ کې یو بهترینه الراونډر و چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ. هغه د استرالیا هېواد لپاره ۱۴ کاله کرکټ وکړ چې په ډېرو وختونوکې یې استرالیا ته ګټه ورکړې وه، هغه په شل اوریزه سیالیو کې د ۱۰ زرو څخه زیاتې منډې لري او د ده ترڅنګ یې ۲۹۱ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.