افغانستان ایرلنډ ته په دوهمه شل اووریزه سیالۍ کې په ۲۱ منډو ماته ورکړه
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دوهمه شل اووریزه سیالي نن یکشنبه په هند کې ترسره شوه. په دې سیالۍ کې افغانستان لومړۍ توپ وهنه وکړه. افغان لوبډلې په غوره توپوهنې سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف په واک کې ورکړ.
افغانستان لپاره نن یو ځل بیا حضرت الله ځاځی او رحمن الله ګربز توپ وهنه پیل کړه. دواړو لوبغاړو ورو خو د ۵۷ منډو ملګرتیا وکړه چې دغه ملګرتیا بیا د لوبې نهم اور کې د حضرت الله ځاځی سوځېدو سره پای ته ورسېده. د لومړۍ وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته له ځانګړی ځنډ پرته د اصغر افغان غلطې پرېکړې له امله رحمن الله ګربز هم رن اوټ شو. دوو مهمو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د اصغر افغان او محمد نبي غوره ملګرتیا افغانستان له ستونزمنو حالاتو وژغورله او وروستیو اورونو کې د نجیب الله ځدران او ګلبدین نایب شپږیزې د لوړ هدف ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.
ایرلنډ لپاره رانکېن، یانګ او ډېلني یوه یوه وېکېټه واخیسته.
ایرلنډ د پورته هدف د ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شوه، خو د پام وړ سیالي یې ونه کړه او افغان لوبغاړو ښې سیالۍ ته پرېنښودل.
ایرلنډ لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او سیالي یې افغان لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر بایلوده.