علي نقوي: آي پي ايل او سي پي ایل د نړۍ دوه غوره لیګونه دي

ولید ( خپلواک)

د اسلام اباد د لوبډلې مالک وایي د پاکستان د پی ایس ایل او د هندوستان د آی پی ایل لوبډلې دي سره لوبې وکړي. د نړۍ دوه غوره لیګونه چې په نړېواله کچه مینوال لري او د نړۍ بهترینه لوبغاړي پکي لوبیږي.

 دا ځل د اسلام اباد یو نایټیډ لوبډلې مالک یو بل ډول وړاندیز لري. هغه زیاتوي د هندوستان کرکټ پریمېر لیګ یا آی پي ایل په نړۍ کې هغه نامتو سوداګریز کرکټ لیګ دی چې د دی په څېر بل لیګ په نړۍ کې نشته.

 د اسلام اباد یو نایټیډ مالک علي نقوي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل: آی پي ایل او سي پي ایل د نړۍ دوه غوره لیګونه دي. که چیرته یوه لوبډله د هندوستان د پریمېر لیګ څخه راوخیستل شي او یوه د سي پي ایل څخه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه وشي، نو مینه وال به یې په ډېرې لیوالتیا سره وګوري.

 نقوې د ممبې انډینز لوبډلې یاده وکړه چې باید د پاکستان په لیګ کې د یوې بهترینه لوبډلې سره لوبه وکړي.

 هغه زیاتوي کله چې د پاکستان او هندوستان تر منځ لوبه وي، نو د کرکټ مینه وال یې د نړۍ په کونج کونج کې ګوري،  نو ښه به دا وې چې دغه ډول سیالۍ هم تر سره شي، تر اوسه هندۍ رسنېو په اړونده خبر کوم څه نه دي ویلي .

هغه د نیوزلنډي لوک رونچې یاده وکړه چې دا ځل به ورسره د لوبډلې په برخه کې د لوبغاړي ترڅنګ د روزنې په برخه کې هم کار وکړي.

 د پي ایس ایل پنځم فصل د فبرورۍ په ۲۰ نېټه په پاکستان کې پېلیږي.