د امریکا لویه وچه کې د بالون الوځولو  سیالۍ پېلیږي

 د بالون په هوا کولو لوبې په لویدیځه نړۍ کې ډېر مینوال لري او د فبروري په میاشت کې دا لوبې د لسګونه کسانو لخوا پېلیږي او دوه ورځې دوام کوي.

 د بالونونو په هوا کولو لوبې په لویدیځو هېوادونو کې زیات مینوال لري، دغه لوبې د سترو بالونونو په مرسته ترسره کېږي، چې ځېنو کې یې یو کس او ځېنو کې په ډله ئیزه توګه پنځه او شپږ کسان کیني او بیا په هوا کېږي.

 دغو بالونونو کې ځانګړی ماشین لګېدلی وي، چې د سونګ ګاز پکې کارول کېږي او د مناسب اور په مرسته بالون هوا ته پورته کېږي.

 په غربي نړۍ کې د دې لوبو لپاره لوی، لوی نندارتونونه یا فېسټیولونه هم جوړیږي، چې د نړۍ له ډېری هېوادونو پکې مینوال برخه اخلي او لوبه کوي.

 دا لوبې زیاتره وخت د ساعت تېرۍ لپاره ترسره کېږي او خلک غواړي چې د ژوند څو شېبې په خوښیو تېرې کړي.

 سږ کال د بالون الوځولو لوبې په امریکا لویه وچه کې د فبروري په ۱۴ مه او ۱۵ مه نېټه ترسره کېږي.