افغان کرکټ بورډ د توپوهنې لپاره د افریقا له پخواني لوبغاړی څخه د ډېر څه تمه لري

ولید (خپلواک)

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې لا هم اوږد کرکټ ته اړتیا لري، باید مسلکي روزونکي د ځان لپاره په نړیواله کچه پيدا کړي.

 نو پر همدغه موخه افغان کرکټ بورډ رسماً د سویلي افریقا لوبډلې پخوانی لوبغاړی (هېلټن ډېن اکرمن) د توپوهنې په برخه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وټاکه.

 اکرمن د توپوهنې او تخنیکي کرکټ په ډګر کې یوه پېژندل شوې څېره ده او ملي لوبډله به په اړونده برخه کې ډېر څه ترې زده کړي. افغان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي وختونو کې ډېر سخت مزلونه په مخ کې لري چې په سپټمبر میاشت کې اسیا جام او په ور پسې میاشت کې جوخت نړیوال شل اوریزه جام په استرالیا کې پېلیږي.

 هېلټن ډېن اکرمن په ۱۹۷۳م کال کې د فبرورۍ په میاشت کې د سویلي افریقا په کېپ ټاون ښار کې زیږیدلی دی. نوموړی د سویلي افریقا لپاره ۵۵ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي چې ۱۷ نېمه سلیزې پکي شاملي دي او څلور یې بیا ټیسټ لوبې کړې چې یوه نېمه سلیزه لري.

 هېلټن ډېن اکرمن په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوله. اکرمن هغه لوبغاړی دی چې په کورني کرکټ کې یې د سویلي افریقا لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي. نوموړی د پلار یو ځوی دی او پلار یې هم د کرکټ په نړۍ کې د سویلي افریقا په کورني کرکټ کې بي ساري ښکلي لوبغاړی وو.

 اوس تازه د افغانستان د ملي لوبډلې سره یو ځای شو او دتوپ وهنې په برخه کې روزونکی وټاکل شو.