د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

د یوونټوس لوبغاړي د ایټالیا د سوپر کپ لپاره سعودي عربستان ته ورسېدل.

روما په سیر اې کې 4-1 فیورنټینا ته ماته ورکړه.

 د روما لپاره ژیکو، کولاروف، پیلیګریني او زانیولو ګولونه ولګول.

 د فیورنټینا له پاره میلان ګول ولګاوه.

ډورټمنډ ژمنیو رخصتیو ته په ناکامۍ ولاړ.

 په بونډسلیګا کې هافینهایم 2-1 و ډورټمنډ ته ماته ورکړه.

 د هافینهایم لپاره اډامیان او کراماریچ ګولونه ولګول او د ډورټمنډ ګول بیا ماریو ګوټزي ولګاوه.

د بایرن میونیک روزونکې هانسي فلیک اعلان کړه، چې د دې کلب پولنډی حمله کوونکی لوبغاړی لیوانډوسکی به د سبا لوبي څخه وروسته د پښې جراحي علمیات وکړي.

 د ریال ماډریډ سره په لوبه کې تر زخمي کېدو وروسته انسو فاټي د الاویس پر وړاندې لوبه له لاسه ورکوي.

 د پاریس سېنټ جرمن روزونکې ټوماس ټوکل اعلان کړه، چې پرسنل کیمپمبي او اډینسون کاواني د امینز پر وړاندي نه سي لوبیدای.

د انګلستان ملي لوبډلې او چیلسي کلب پخوانی دفاعي لوبغاړی اشلي کول نن 39 کلن شو.

 ټلګراف: زلاټان په هغه صورت کې د ایورټون سره یو ځای کېدلو ته جوړ دی، چې کارلو انچلوټي د دې کلب روزونکی شو.