مارکا د میسي سره څه وویل؟

محمود خان منندوی

مارکا د میسي سره په یوه مرکه کې دا ویلي دي:

 مارکا: ستا او په کلب کې درسره د نورو لویو لوبغاړو احساس هغه وخت څنګه وي، چې په لوبه کې تبدیلیږي یا د ذخیره لوبغاړي په توګه لوبه پېلوې؟

 میسي: په دې ځای کې زه فکر کوم، موږ ډېر مهم یو. ځیني موقعي شته، چې باید نورو لوبغاړو ته هم د لوبې کولو چانس ورسیږي. دا ډېره مهمه ده، چې ټول لوبغاړي دا حس ولري چې په بارسلونا کې ځای لري، ځکه موږ اهدافو ته د رسېدو لپاره، انګیزې ته اړتیا لرو.

رسمي:  د لیورپول روزونکي یورګن کلوپ تائید کړه، چي د دې کلب مرکزي لوبغاړي واینالډوم د مونټیري پر وړاندي د سبا لوبه له لاسه ورکړه.

د سپرانس ټونیس لوبغاړی حمدو الهوني تر سواریز، رونالډو او ګریټ بیل وروسته څلورم لوبغاړی شو، چې د نړۍ والو کلبونو په جام کې یي هټریک وواهه.

د چین د اویغور د مسلمانانو سره د اوزیل د همدرۍ او ملاتړ په خاطر د چین CCTV تلویزیون د ارسنال او منچسټر سیټي د یکشنبې لوبه نشر نه کړه او د هغه پر ځای یي د ټاټنهام او ولورهمپټن لوبه نشر کړې وه.