د خوست او غازي امان الله خان لوبغالو دواړه سیالۍ مساوي پای ته ورسېدې

د احمد شاه ابدالي څلور ورځنيو فرسټ کلاس سياليو په لړ کې د سپين غر او امو زونونو ترمنځ ۱۶مه لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان او د خوست په لوبغالي کې ۱۷مه لوبه د مس عینک او بوست زونونو ترمنځ ترسره شوې چې دواړه لوبې د څلورمې ورځې په پای ته رسېدو سره مساوي پای ته ورسېدې.

د ننګرهار په لوبغالي کې د سپین غر او امو زونونو ترمنځ د لوبې په پيل سره د لوبې پچه امو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. سپين غر لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۲ منډې وکړې چې له ډلې يې نجيب تره کي ۹۲، فريد احمد ۶۸، طارق ستانکزي ۴۵ او قاسم اورياخېل ۴۳ منډې وکړې.

د امو له لوري سليم او ظهېب ۳-۳، محمد ظاهر ۲، جمعه ګل او عبدالواسع ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

امو په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۲ منډې وکړې چې له ډلې يې جمعه ګل ۱۲۷، حيات الله ۳۷ او حاجي مراد مرادي ۳۵ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د سپين غر له لوري فريد احمد ۴، محمد ابراهيم او طارق ستانکزي ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. د سپين غر لوبډلې بیا په خپله دويمه پاڼۍ کې ۲۹۱ منډې ترلاسه کړې او د امو لوبډلې ته يې د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه. د دوی له ډلې دروېش رسولي ۱۲۳، طارق ستانکزي او فريد احمد ۴۵-۴۵ منډې ترلاسه کړې.

د امو له لوري سليم ۵، ظهېب او عبدالواسع ۲-۲ او محمد ظاهر ۱ ويکټ واخيسته. ورپسې امو د ۳۳۲ منډو د هدف په تعقيب د څلورمې ورځې تر پایه په توپوهنه کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۹ منډې وکړې چې له منځه یې عبدالمالک ۱۱۴ او محب الله اورياخېل ۴۸ منډې وکړې او په دې سره لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده.

د سپين غر له لوري فريد احمد ۲، محمد ابراهيم، نجيب تره کي او طارق ستانکزي ۱-۱ ويکټ واخيسته. د یادونې وړ ده چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم فريد احمد ته ورکړل شوه. همدارنګه د خوست په لوبغالي کې د مس عینک او بوست لوبډلو ترمنځ د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو ۱۷مه لوبه ترسره شوه، په پیل کې د لوبې پچه بوست لوبډلې وګټله او مس عینک ته یې د توپوهنې بلنه وکړه، مس عینک په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې احسان الله احسان ۵۹، شاهدالله کمال ۴۷ او فضل نیازي ۴۶ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې. په داسې حال کې چې د بوست له لوري عبدالباقي او وقارالله اسحاق ۳-۳، مسلم موسی او محمد عالم ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې بوست لوبډلې، د مس عینک د ۳۰۶ منډو په مقابل کې توپوهنه پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۲۶۰ منډې جوړې کړې او د مس عینک ۳۰۶ منډو په مقابل کې پاتې راغلل، بوست ته په لومړۍ پاڼې کې محمد ابرهیم ۶۵، وقارالله اسحاق ۴۶ او قدرت الله ۳۲ منډې جوړې کړې، د مس عینک له لورې نواز خان او یوسف ځاځي ۳-۳، فضل نیازي ۲، شاهدالله کمال او احسان الله احسان ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

مس عینک په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، ۳۳۶ منډې جوړې کړې او بوست ته یې د ۳۸۳ منډو هدف جوړ کړ، مس عینک ته په دویمه پاڼۍ کې فضل نیازي ۱۰۲، شاهدالله کمال ۴۶، رحیم منګل ۳۵، نوید عبید او نواز خان ۳۴-۳۴ منډې جوړې کړې، بوست ته په توپ اچونه کې عبدالباقي ۴، محمد علم او وقارالله اسحاق ۲-۲، دستګیرخان او موسلم موسی ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

بوست لوبډله په دویمه پاڼۍ کې د څلورمې ورځې تر پایه د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلي هدف ته ونه رسېده او له امله یې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ هم څلور ورځنۍ لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده، بوست ته په دویمه پاڼۍ کې نصیب الله زیاتې ۶۱ منډې جوړې کړې، مس عینک ته شاهدالله کمال، نواز خان، یوسف ځاځي او ناصر توتاخېل ۲-۲ او احسان الله احسان ۱ لوبغاړی وسوځاوه. باید وویل شي چې مس عینک ته د لومړۍ پاڼۍ په ګټلو سره ۱۳ او بوست ته ۷ نمرې ورکړل شوې.

د يادولو ده چې د دسمبر په ۳مه نېټه به سپين غر لوبډله خپله راروانه لوبه د بند امير لوبډلې سره د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې او امو لوبډله به راروانه لوبه د مس عينک لوبډلې سره په خوست لوبغالي کې پيل کړي.