رونالډو د پرټګال د ملي لوبډلي د نن په تمریناتو کې، نور هم شته

محمود خان منندوی

دا د رونالډو د هغه تمریناتو انځورونه دي چې د پرتګال ملي لوبډلې لپاره یې ترسره کوي.

رسمي:  د هسپانیا د حذفي جام د لومړي پړاو پچه اچونه راتلونکې یکشنبه / نومبر 17 د ماذیګر پر 04:00 بجې کېږي.

 په لومړي پړاو کې 111 لوبډلي لوبیږي.  والنسیا، ریال ماډریډ، بارسلونا او اټلاټیکو ماډریډ د هسپانیا په سوپر کپ کې د لوبېدو په خاطر مستثنی دي.

رسمي: امریکایي لوبغاړې میګان راپینو د ګول د سایټ له خوا د 2019 کال د غوره ښځینه لوبغاړي په توګه انتخاب شوه.

رسمي: کیلیان امباپي د ګول د سایټ له خوا د فرانسې د لومړي لیګ د 2019 کال غوره لوبغاړی انتخاب شو.

د ګول د سایټ له خوا محمد صلاح د 2019 کال د درېیم غوره لوبغاړي او ساډیو ماني د پنځم غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شول.

د منچسټر سیټي جرمني مرکزي لوبغاړي ایلکای ګوندوګان، په یوه مرکه کې میسي د تاریخ غوره لوبغاړی یاد کړی او ویې ویل، چې هغه ځانګړې وړتیاوې لري.