ډونالډ ټرمپ په یوه سپورټي سیالۍ کې د دوهم ځل لپاره د ملنډو سره مخ شو
د ازادي راډيو راپور وړکړی دی چې د د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه سپورتي سیالۍ کې د ګډون پرمهال د خلکو له ملنډو سره مخ شو، د نومبر په دوهمه نېټه د نیویارک ښار په یوه لوبغالي کې د MMA یا ګډو رزمي ورزشونو یوې لوبې ته د ښاغلي ټرمپ له ننوتو سره سم ګڼو خلکو د ملنډو آوازونه اوچت کړل.
دا دوهم ځل دی چې ټرمپ په مهمو مناسبتونو کې د خلکو له دې ډول غبرګون سره مخ کېږي.
تېره اوونۍ په واشنګټن کې د بېسبال د نړیوالو لوبو په سیالیو کې هم کله چې ټرمپ معرفي شو، نو خلکو د ملنډو په غږونو بدرګه کړ او حتی د سټډیوم له ځینو برخو خو دا غږ هم اوچت شو چې ویې تړئ.
ټرمپ د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال په خپلې سیالې ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن پسې همدا غږ کړی و
یاده دې وي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو ۴۵م ولسمشر دی چې ۷۳ کاله عمر لري، وړاندې له دې چې ټرمپ د امریکا سیاست ته ننوځي، د نړۍ په کچه ملي سوداګر و.