نن د شپږیزې کرکټ لیګ ټکټ وړیا دی

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، نن/دوشنبه د شپږیزې کرکټ لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبې دي او څلور لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي، نو هېوادوال او د کرکټ مینه وال کولی شي يوازې ننۍ لوبې په وړیا ډول ننداره کړي او له لوبو خوند واخلي.
د یادولو ده چې نن سهار نهه بجې د وزیرزي مس عینک اتلان او ډېلي فرېش امو نهنګان او ماسپښین ۱:۱۵ بجه د پاراګان بند امیر ښاماران او عارف عظيم بوسټ ساتونکي لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ سپین غر زمریانو بست ساتونکو او مس عینک بیا کابل بازانو ته ماتې ورکړه. په دې دوه سیالېو کې بُست لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې سپین غر لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.
سپین غر لوبډلې د نجیب الله ځدران په ښې توپ وهنې سره یاد هدف دولسم اور کې پوره کړ.

دغه راز ددې لوبلړ په ۱۲مه سیالۍ کې بیا مس عینک اتلانو د کابل بازانو ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لار وموندله.
په دغې لوبه کې کابل بازانو لومړی توپ وهنه وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره مس عینک اتلانو ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.
مس عینک اتلانو د نورعلي ځدران د ښې توپ وهنې پر مټ ۱۸ اورونو کې د یو لوبغاړي په زیان سره ځان ورساوه او لوبه یې د ۹ ویکټو په شتون کې وګټله.