د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

سرجیو راموس د تېرې شپې په ګول سره د هسپانیا د ملي لوبډلې لپاره خپل د ګولونو شمېر 21 ته ورساوه او د میکل سره یي ځان برابر کړی، چې لسم مقام ته یي ځان ورساوه.
دغه شمېر ګولونه سټیون جرارډ د ملي لوبډلې لپاره خپل په ټول لوبیز دوران کې لګولي دي.
دا شمېر ګولونه د بکهام، ټوټي، کوټینیو او ریبري تر هغه ګولونو ډېر دي، چې د ملي لوبډلي لپاره یي لګولي دي. راموس د هسپانیا له پاره په اخیرو 9 لوبو کې 8 ګولونه لګولي دي.

بنزما د BBC د مثلث په اړه: ګریټ بیل راکیټ وو، رونالډو ګولونه لګول او ما لوبه جوړوله.

دې خطر ناکه مثلث په 5 کلونو کې 4 ځله چمپیونز لیګ وګاټه.

مارکا: هازارډ د ملي لوبډلو تر لوبو وروسته لوبو ته اماده کېږي.

کاسمیرو: زما پلار زما په درې کلنۍ کي مړ شو او مور مي په ډېرو سختیو د نورو خلګو په کورونو کي کار کاوه. کله چي مي خپل لومړی ښه معاش واخیست، نو مور ته مې یو کور پرې راونیوه، زه مې د مور له برکته هر څه یم.

ارجنټاین دوستانه لوبه د چیلي سره 0-0 مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د پرون لوبه! شاهین آسمایی دوې لوبې کړي، دواړه یي ګټلي او اباسین څپې بیا دواړه بایللي دي.