Homeخبرونهد امریکا او ایران د مذاکراتو د بیاپیل احتمال ډېر دی

د امریکا او ایران د مذاکراتو د بیاپیل احتمال ډېر دی

تاند ( چهارشنبه د وري – حمل ۲۶مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي چې، د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو د بیاپیل احتمال زیات دی.

ګوترېش خبریالانو ته ویلي، هغه نښې نښانې چې د ملګروملتونو په واک کې دي، ښيي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو بیا پیل ډېر ممکن دی.

ګوترېش زیاته کړه چې پرون سه شنبه د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې او د سولې لپاره یې د دغه هېواد د هڅو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي چې، دا غیرواقعي ده چې تمه وکړو داسې یوه پېچلې او اوږدمهاله مسله دې د مذاکراتو په لومړي پړاو کې حل شي.

هغه وایي د خبرو دوام ته اړتیا ده او دا هم اړینه ده چې د دې بهیر پرمهال اوربند وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې، بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي د ایران اړوند مذاکرات په راتلونکو دوو ورځو کې په پاکستان کې بیاپیل شي.

نوموړي دا څرګندونې پرون سه شنبه له «نیویارک پوسټ» سره په مرکه کې کړې دي.

د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لومړی پړاو چې په اسلام‌اباد کې شوی و، بې پایلې پای ته رسېدلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...