Homeخبرونهآی پي اېل کې افغان ستوری نوراحمد لکڼوال ښه وځلېد او غوره...

آی پي اېل کې افغان ستوری نوراحمد لکڼوال ښه وځلېد او غوره لوبغاړی شو

تاند ( چهارشنبه د وري – حمل ۲۶مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د ۲۰۲۶کال د هند غوره لیګ سیالیو کې د چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ په لوبه کې خورا ښه وځلېده.

هغه په ​​څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوزول.

نور احمد د چنای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېږي.

چنای سوپرکېنګز لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوزېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

سیالې لوبډلې وروسته توپ وهنه وکړه،خو د نور احمد غوره توپ اچوونې یې د بریا مخه ونیوله.

نوراحمد په څلورو اورونو کې د همدې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوزول او یوازې ۲۱ منډې یې ورکړې.

نوراحمد د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا په وروستیو پنځو لوبو کې د چنای دویمه بریا وه. دغه لوبډله د لسو لوبډلو په جدول کې د څلورو امتیازونو په لرلو سره اتم ځای لري.

تر دې وړاندې راشدخان هم په خپلو لوبو کې ښه ځلېدلی او په یوه لوبه کې غوره لوبغاړی شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...