Homeخبرونهد کډوالۍ نړیوال سازمان تر ۲زره ډېرو افغان سېلاب ځپلو کورنیو سره...

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر ۲زره ډېرو افغان سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې

تاند ( چهارشنبه د وري – حمل ۲۶مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، چې افغانستان کې یې تر ۲۳۰۰ ډېرو سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته کړې ده.

یاد سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، یوازې د افغانستان په سوېل کې یې له ۶۵۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې، د افغانستان په شمال کې یې له ۶۳۲ کورنۍ، په سوېل کې ۶۵۰، په لوېدیځ کې ۴۴۷، په ختیځ کې ۵۶۰ او په مرکزي سیمو کې ۶۵ کورنیو سره د خېمو او نورو غیرخواراکي توکو بېړنۍ مرستې کړې دي.

بل لورته افغانستان کې د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمدیوسف حماد وايي، چې د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښوېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي.

د حماد په وینا؛ د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم له‌منځه تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له قاضي امین وقاد سره کتنه| لعل پاچا ازمون

دا زما د ژوند کیسه ده، څلورم ټوک ناچاپ/ د ټاکنو له برخې څخه پر ملګری جنرال عاشق الله غریب چې په شپېتمو کالونو کې...