تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۳۰مه』د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي، د اسلام اباد کانفرنس د وطنپالو افغانانو لپاره مناسب ځای نه دی.
خلیلزاد پرون چهارشنبه هم د همدې کانفرنس د ګډونوالو په نوم پیغام خپور کړی دی.
زلمی خلیلزاد وايي: ”زما پیغام هغو افغانانو ته چې د آیاېسآی یوې جبههيي ادارې لهخوا اسلاماباد ته بلل شوي دي. ”
نوموړی په خپل پیغام کې وايي چې ای اېس ای خپلواک، ازاد، متحد او قوي افغانستان نه غواړي، بلکې برعکس هدف لري.
که څه هم ځینې طالب مخالفو سیاستوالو د زلمي خلیلزاد خلاف د دې کانفرنس ملاتړ کړی دی، خو خلیلزاد وايي چې دغه افغانان ورته کانفرنس له اسلام اباد پرته بل ځای هم جوړولی شي.
زلمی خلیلزاد هغه کس دی چې تېره اونۍ یې یوه ټوېټ سره د دې کانفرنس جوړېدل رسنیز کړ.
نوموړي هغه وخت هم ویلي و چې دا کانفرس د پاکستان څارګرې ادارې په نوښت جوړېږي.
نوموړی دا هم وايي چې ځینې افغانانو دې کانفرنس کې د ګډون بلنه نه ده منلې.
خو خلیلزاد د دې کسانو نومونه نه دي یاد کړي.
ټاکل شوې ده چې دا کنفرنس د روانې میاشتې پر ۲۶ اسلام اباد کې جوړ شي.
دغه کانفرنس ته د ښځو او بشري حقونو فعالان او د ځینې سیاسي ګوندونو غړي ور بلل شوي دي.
د کانفرنس په هکله طالبانو هم اندېښنه ښودلې ده.
پرون چهارشنبه خلیلزاد ته هم د دې کنفرانس جوړوونکې د ګډون بلنه ورکړې ده، خو خلیلزاد تازه څه نه دي ویلي.