دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزتاریخد بشر د راتلونکې تاریخ (۳2) |لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۳2) |لیکوال: نوح هیراري

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دوه دیرشمه برخه

د ټولې کیسې غورچاڼ

د ډیټا یزم له نظره ټول انسانیت ته د دیټا او یا معلوماتو د ارزیابۍ د یوه سیسټم په سترګه کتلی شو چې هر انسان پکې د دغه کمپیوټر یوه پوزره یا چیپ  بلل کیږي. که داسې وي نو ټول تاریخ ته د دغه سیسټم  د ښه کولو یا اصلاح د یوې پروسې  په سترګه کتلی شو چې په څلورو پړاونو یا رودو کې وده کوي:

۱-د پروسیسورونو یا د ډیټا د شننې د ماشینونو د شمېر زیاتول: یو ښار چې یو لک اوسیدونکي لري د هغه ښار په پرتله چې زر اوسیدونکي لري ډیره ډیټا او د ډیټا ډیرځواک لري.

۲-د پروسیسورونو د تنوع زیاتوالی: متنوع  او ډول ډول پروسیسرونه د محاسبې متفاوتې رودې کاروي او په بېلابېلو ډولونو ډیټا تجزیه کولی شي. کله چې څوک په یوه سیستم کې  له ډول ډول  پروسیسورونواو یا د معلوماتو د شننلو له متنوع ماشینونو کار واخي نو ډینامیک یا خوځندوالی او خلاقیت  ېې زیاتېږي. د یوه کروندګر، پادري او یوه ډاکټر ترمنځ  مکالمه او بحث  د نویو ایډیولوژیو او طرحو د رامنځته کیدا سبب کیږي چې کله هم د درې  ښکاریانو او د ریښو او بوټو له ټولوونکو سره په مکالمه کې نه شي رامنځته کیداي.

۳-د پروسیسرونو یا د معلوماتو د تجزېې د ماشینونو ترمنځ د اړیکو د شمېر زیاتیدا: که پروسیسورونه په نیمګړي ډول له یو بل سره وتړل شي د تجزیه کولو په تنوع او د شمېر په زیاتیدا کې چندانې ګټور نه وي. یو تجارتي چینل چې لس ښارونه سره یوځاي کوي تر دغو لسو ښارونو چې جلا جلا وي او سره وصل شوي نه وي د ټولنیزو، اقتصادي او ټیکنالوجیکي نوښتونو ډیرې سرچینې لري او دغسې چینل ډیر ګټور وي.

۴-د شته وو اړیکو یا نیټورکونو ترمنځ د ازاد خوځښت زیاتیدل:  که دغه اړیکې او نیټورکونه څومره ډیر هم وي خو که  معلومات یا ډیټا  پکې په ازاده توګه حرکت ونه لري د وصل شويو پروسیسورونو اغیزمنتیا نه زیاتیږي. د لسګونو ښارونو تر منځ یوازې د لارو جوړول به خاصه ګټه ونه کړي  که چیرې د تګ راتګ په وخت غلا او شوکې کیږي او دغه راز که یو دیکتاتور مسافرینو او سوداګرو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورنه کړي  .

دغه څلور رودې ښايی ډیر ځله په تناقض کې هم وي. هر څومره چې د پروسیسورونو شمېر او تنوع زیاته وي د هغوي تر منځ په ازاد ارتباط کې خنډ پيدا کیږي. د هومیوساپینس د دیټا د پروسیس یا تجزیې د سیسټم جوړښت له څلورو پړاونو تیریږي او په هر پړاو کې په بېلابېلو میتودونو او رودو ټینګار کیږي.

لومړی پړاو له ذهني انقلاب سره پيلیږي چې انسان ته دا امکان برابروي چې نا محدوود شمېر هومیو ساپینس د ډیتا د پروسیس په چینل یا نټورک کې سره یو ځاي شي. دې چارې انسان ته د نورو حیواناتو او د ساپینس د نورو ډولونو په پرتله د پرمختګ لوي چانس ورکړی دی. د بیزوګانو، نیاندرتالنرز، فیلانو، او نورو حیواناتو لپاره یو محدود سرحد شته چې تر دغه بریده زیات په یوه ټیم یا ډله کې نه شي راټولیداي خو د هومیو ساپینس لپاره داسې کوم سرحد نه شته.

هومیوساپینس د ډیتا د پروسیس له ګټو استفاده وکړه چې توله نړۍ د ځان کړي. خو وروسته بیا دوي په بېلابېلو هیوادونو او سیمو کې خپاره شول او د هوا او موسم د اړتیاوو له مخې سره تیت او پرک شول نو له یو بل سره ېې دغه اړیکه غوڅه شوه. دغه چاره د دې سبب شوه چې د بېلابېلو انسانانو متفاوت کلتورونه او ډلې رامنځته شوې چې هر یو د ژوند خاص سټایل، چالچلن او نړۍ لید درلود. په دې ډول د تاریخ په لومړی پړاو کې د انساني پروسیسورونو  شمېر او ډول ډوالی زیات شو. خو د دغو پروسیسورونو ترمنځ نیټورک ډیر کمزوری شو. دغه چاره د دې سبب شوه چې اړیکې کمې او غوڅې شي. اویا زره کاله مخکې د هومیو ساپینس شمیر تر شل زره کلونو مخکې زیات ؤ. په اروپا کې ساپینس ډیتا او معلومات په یو ډول خو په چین کې ېې په بل ډول پروسیس او تجزیه کول. په چین او اروپا کې د خلکو تر منځ اړیکه نه وه نو د نیټورک د نه شتون له امله دا چاره ناشونې وه چې ټول ساپینس دې په یو وخت د ډیتا د یوه لوي پروسیسور یوه برخه شي.

بل د کړهڼې له انقلاب سره پیل شو او تر هغه وخته ېې دوام وکړ چې خط او پیسې دود شوې یانې کابو پنځه زره کاله مخکې. د کرهڼې دودیدا د هومیوساپینس د ډیموګرافیکي ودې سبب شو او نفوس ېې په پراخه کچه زیات شو. دغه راز د کرهنې انقلاب د ډېرو انسانانو لپاره زمینه برابره کړه چې کوچیدل کم کړي او په یوځاي کې ژوند وکړي او له یو بل سره ډیرې نښتې  ټولنې رامنځته شي. دغو نښتو او ګڼو ټولنو ګڼ پروسیسرونه هم درلودل . پر دې سربیره کرهڼې نوې هڅونې ته زمینه برابره کړه چې له یو بل د تماس او راکړې ورکړې خبره وه. د دې لپاره چې انسان له یو بل  سره معاملې وکړې نو کمونیکیشن یا ارتباطاتو ته ېې هم اړتیا پيدا کړه. له دې ټولو سره سره له مرکزه د تيښتې ځواک لا هم موجود ؤ.

 د لیک او پیسو له دودولو پرته انسان د ښارونو، باچاهیو او امپراتوریو د جوړولو وړتیا نه درلوده. انسانان همغه راز په بې شماره وړو قبیلو ویشل شوي وو چې هر یو د ژوند خاص سټایل او نړۍ لید درلود او د ټول بشریت  د یووالي فکر هم چا نه شواي کولی.

دریم پړاو هغه وخت پيل شو چې لیک او پیسې رامنځته شول دا کابو پنځه زره کاله مخکې  وو او تر ساینسي انقلابه ېې دوام وکړ.د پيسو او لیک په برکت د انسان د ګډ کار د جذب او مرکزي کېدا بهیر پیل له مرکزه د تیښتې په پرتله پیاوړی شو. د انسانانو اړیکې زیاتې شوې او په ګډه ېې ښارونه او باچاهۍ رامنځته کړې. د بېلابېلو ښارونو او باچاهیو ترمنځ اقتصادي او سیاسي تړاونه نور هم زیات او سره نیژدې شول. لږ ترلږه له میلاده زر کاله مخکې کله چې سِکې ضرب شوې، او امپراتورۍ او نړیوال دینونه رامنځته شول بشریت په شعوري توګه د یوه لوي او واحد چینل د رامنځته کولو خیالونه پيل کړل چې  په ټوله ځمکه کې ېې خپره کړاي شي.

دغه خوب د تاریخ په څلورم او وروستي پړاو کې تعبیر شو. دا  د څلوارسوه دوه نویمو کلونو شاوخوا وختونه ؤ چې لومړني کاشفانو، فاتحانو او سوداګرو د نړۍ شاوخوا  د تړاو نري تارونه وغځول. دغه نري تارونه په موډرنه او پوست مډرن وخت کې پاخه او ګڼ شول. د کریستوف کولمبوس له وخته ورو ورو ېې مذبوتولای زیات شو او زموږ او تاسو په زمانه کې په وسپنې او سمنټو بدل شول. تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د دغه نړیوال جال په مټ معلومات په ازاده توګه پراخ او هر لوري ته خپاره شول. کله چې کولمبوس امریکايي چینل او نیټورک له امریکايي هغه سره ونښلاوه نو هر کال به  ډیر کم او محدود معلومات د سمندرونو له لارې تبادله کیدل. دغه د معلوماتو تبادله له کلتوري قضاوتونو، سخت سانسور او سیاسي فشار سره مخامخ شول. وروسته چې کلونه تیریدل ازاد مارکیټ، ساینسي او علمي نړۍ، د دیموکراسۍ  خپریدا او د قانون د واکمنۍ له امله  د معلوماتو دغه سرحدونه او کرښې ونړیدې. موږ زیاتره وخت فکر کوو چې ازاد مارکیټ او دیموکراسي ځکه بریالي شول چې په حقه وو خو په حقیقت کې د هغوي د بریالیتوب راز د معلوماتو د پروسیس یا تفسیر د سیسټم په ښه کیدا او موډرنه کیدا کې ؤ.

په تیرو اویا زره کلونو کې په حقیقت کې لومړی انسانان په نړۍ کې خپاره شول او بیا ېې ځانونه په سرحدونو کې په خاصو ګروپونو او ډلو کې ایسار کړل تر هغه چې بیا سره ګډ او یو ځاي شول. خو دغه بیا یو ځاي کیدل موږ بیرته لومړي حالت ته نه ستنوي. له هغه وروسته چې د بشریت بیلابیل ګروپونه او ډلې د نړیوال کلي په نامه سره یوځاي شول هر ګروپ او ټولي د خپلو افکارو، وسایلو، کلتورنو او چالچلن د کلونو کلونو میراثونه له ځان سره راوړل او په ګډه ېې وده او پرمختګ وکړ. اوس زموږ د خوړو زیرمه د منځني ختیځ له غنمو، د اندز د سیمې یا د جنوبي امریکا له کچالانو، د نوې ګینې له شکرې، او د ایتوپیا له قهوې ډک دي. په همدې ډول زموږ موسیقي، ژبه، دین، او سیاست هم د ټولې ځمکې له میراثي توګو خړوب دي. ۵

که بشریت اوس په رښتیا د دیټا د پروسیس واحد او یو سیسټم دی نو د دغه سیسټم پایله او یا نتیجه څه کیداي شي. د ډیټایزم پلویان به وايي چې پایله او نتیجه به د معلوماتو د پروسیس او شننلو یو نوی او ډیر کارنده سیسټم وي چې «هرڅه انټرنټ  alle tings internett» نومیږي او کله چې پروسیس پاي ته ورسید او نتیجه ټوله ترلاسه شوه نو هومیو ساپینس به هم ورک او نابود شي.

ډیټا یا معلومات ازادي غواړي

 ډیتایزم هم د کپیتالیزم په شان د یوې بې پلوه علمي او ساینسي تیوري په توګه څرګند شوی دی. خو اوس ګورو چې په یوه مذهب بدل شوی دی چې ادعا کوي د ښو او بدو تر منځ پرېکړه کولی شي. د دغه نوي مذهب لوي ارزښت د «معلومات بهیر» دی. که ژوند د حرکت په حال کې معلومات یا ډیټا وي او موږ دا هم وایو چې ژوند ښه دی نو دا په دې مانا دی چې موږ باید د معلوماتو دغه بهیر په  نړۍ کې پراخ، ژور او تیت کړو. د دیټایزم له نظره انساني تجربې سپیڅلي نه دي او هومیوساپینس د کایناتو تر ټولو بر ژوی «اشرف المخلوقات»  او یا داسې مخلوق نه دی چې خداي وزمه قدرت ترلاسه کړي. انسان یوازې د انټرنیټي برلاسي او خپریدا لپاره یوه وسیله ده. دغه انټرنیټي برلاسی به ورو ورو  پر ټوله ځمکه، کهکشانونو او ټولو کایناتو منګولې خښې کړي. د کایناتو په پر اخوالي د معلوماتو د پروسیس دغه سیسټم به خداي ته ورته وي چې هرچېرته به موجود وي او پر هرڅه به کنټرول ولري او د انسان قسمت به همدا وي چې په دغه سیسټم کې به ورګډیږي او اغښل کیږي.

دغه لرلید د ځینو دینونو لرلید ته ورته دی. هندوان باوري دي چې انسان  کولی شي او باید له اتمن یا د کهکشان له نړیوال روح سره واغښل شي. عیسایان باور لري چې سپیڅلي انسانان له مرګ وروسته بخښل کیږي په داسې حال کې چې د ګناهکارانو منځ به د خداي له روحه تش وي. د سلیکون ویلي دیتایست پيغمبران په حقیقت کې په شعوري توګه د مسیحیت له ژبې کار اخلي. د مثال په توګه د «رې کورزویل» د وړاندوینې کتاب «د نیژدې کیدا تخنیک» نومیږي. دغه نوم په حقیقت کې د یوهان باپتیست د دې خبرې تفسیردی چې وايي «توبه وباسئ چې د اسمانانو باچاهي نیژدې ده».(متي سپیڅلی کتاب ۳:۲).

د دیټایزم پلویان هغو کسانو ته چې لا هم له غوښې جوړ او فاني انسانانو سره مینه لري وايي: هومیوساپینس یا ننی ځیرک انسان ختمه شوې ټیکنالوجي ده او خبرداری ورکوي چې له حده زیات له منسوخې ټیکنالوجۍ سره مینه لري. کله چې وايي انسان یو منسوخ الګوریتم دی بیا ېې چرګ سره په حقیقت کې توپير په څه کې دی؟ یوازینی توپير ېې دا دی چې دیټا یا معلومات د چرګ په پرتله په انسان کې په لږ څه پيچلې سیسټم کې چلیږي. انسان ډیر معلومات جذبوي او په نسبتا ښو الګوریتمونو  ېې پروسیس کوي.( په عادي ژبه کې دا خبره په دې مانا ده چې انسان ژور احساسات لري او د  ژور فکر کولو وړتیا لري خو موږ په تیرو څپرکو کې وویل چې د بیولوژۍ د دُګمونو په اساس احساسات، عواطف او شعور یوازې الګوریتمونه دي). که موږ د ډیټا د پروسیس یو داسې پرمختللی سیسټم رامنځته کړو چې د انسان په پرتله ډیر معلومات راغونډ کړي او تر انسان زیات او سم معلومات پروسیس او تجزیه کړي نو ایا دغسې یو سیسټم به له انسانه برلاسه او مخکښ نه وي او ایا له انسانه به همغسې استفاده ونه کړي څرنګه چې اوس ېې انسانان له چرګانو کوي؟

ډیټایزم یوازې بې ځایه وړاند وینې نه کوي او د بل هر دین په شان خپل عملي قوانین لري. یو ډیټایست تر هرڅه وړاندې له نورو سرچینو او رسنیو سره د تړاو له لارې د ډیتا د بهیر د لوړېدا هیله لري او غواړي خپل تولید او مصرف زیات کړي. د بل هر دین په شان ډیټایزم هم خپل تبلیغیان لري او پروپاګنډ ورته کوي. دویم قانون ېې دا دی چې هر څه له سیسټم سره وتړه حتی هغه کسان او یا مرتدان چې نه غواړي له سیسټم سره یو ځاي شي. کله چې ډیټایزم د هرڅه خبره کوي مانا ېې له انسانه هم  ور پورته هرڅه دي. ډیټایزم وايي ټول شیان «all things». طبیعي خبره ده زما بدن، دغه راز په سړک روان ګاډی، په پخلنځي کې یخچال، چرګان، د چرګانو فارم، د ځنګلونو ونې، ټول شیان باید په انټرنټ کې له ټولو شیانو سره وتړل شي. په پخلنځي کې به یخچال درته وايي چې څو دانې هګۍ لا پکې پرتې دي او چې کله نورو ته اړتیا پيدا کیږي نو د چرګانو فارم ته به پیغام استوي. موټران به له یو بل سره خبرې کوي، په ځنګل کې به ونې د هوا د څرنګوالي او د هوا د کاربن ډاي اکساید راپور ورکوي. په کایناتو کې باید ټول شیان د ژوند له لويې انټرنیټي شبکې یا چینل سره ونښلول شي. دا په دې مانا ده چې د دیټیایزم لويه خواشیني به هم د ډیټا د بهیر بندیدل وي. مړینه په خپله دغسې یو حالت نه دی چې پکې د ډیټا بهیر په ټپه دریږي؟ په نتیجه کې ډیټایزم وايي چې د معلوماتو ازادي په نړۍ کې تر ټولو ښه کار دی. ډیر کم لیدل شوي دي چې انسان دې نوي ارزښتونه پيدا کړي. وروستی ځل په اتلسمه پيړۍ کې دغه کار وشو. دا هغه وخت ؤ چې هیومانیستي یا بشرپال انقلاب د ازادۍ، برابرۍ او ورورګلوۍ خبره وکړه. له بې شماره انقلابونو، جنګونو او کشالو سره سره  له ۱۷۸۹ کال راهیسې انسان دا وس پیدا نه کړ چې نوي ارزښتونه رامنځته کړي. ټولې کشالې او جنګونه چې له هغه وخته ترسره شوي دي د هیومانیزم د دغو دریو ارزښتونو په نوم شوي دي حتي تر دې د ډیر پخوانیو ارزښتونو په سر شوي دي د مثال په توګه د خداي د پیروۍ او وطن پالنې په نومونو شوي دي. له ۱۷۸۹ کاله وروسته په حقیقت کې دا ډیټایزم دی چې یو نوی ارزښت ېې وپنځاوه او هغه د معلوماتو ازادي دي. موږ باید د معلوماتو ازادي د لیبرالیزم د پخواني ارزښت د بیان له ازادۍ سره ورته ونه بولو. د بیان ازادي انسانانو ته متوجه ده چې له هغه څه چې انسان ېې وايي ملاتړ کوي منجمله د خولې د بندولو او د افکارو د سانسورولو حق هم له انسانانو سره دی. د معلوماتو ازادي بر عکس انساني حق نه دی بلکه د معلوماتو حق دی. دغه نوی ارزښت په حقیقت کې د بیان د ازادۍ له دودیز حق سره ټکر کولی شي. د مثال په توګه د معلوماتو ازاد بهیر پر شخصي او خصوصي معلوماتو د مالکیت له حق سره په ټکر کې دی.  کله چې معلومات ازاد وي  دغه ازاد بهیر د خلکو خصوصي حریم محدودوي او د معلوماتو ازاد بهیر ته د انسان پر دغه حق لومړیتوب ورکوي چې دغه ملعومات د هغه شخصي مالکیت دی.

د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په یوولسمه نیټه  ډیتایزم خپل لومړنی شهید ورکړ. امریکايي شپږ ویشت کلن هکر «ارون شوارتز» په خپل اپارتمان کې ځان وواژه. شوارتز یو بابغه ؤ. په څوارلس کلنۍ کې ېې د R.S.S  بنسټیز پروتوکول ته وده ورکړه. شوارتز دغه راز د معلوماتو د ازادۍ کلک پلوی ؤ. هغه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د Guerilla Open Access Manifesto یا د ازاد لاسرسي چریکي اعلامیه خپره کړه.(ارون شوارتز به ویل معلومات قدرت دی او ځینې غواړي دغه قدرت یوازې له ځان سره وساتي ځکه خو ېې د ازادۍ مخه نیسي. ژباړن). دغه مانیفیست د ازادو معلوماتو د تبادلې غوښتنه کوي. شوارتز به تل ویل: موږ باید معلومات ترلاسه کړو مهمه نه ده چې چېرته خوندي شوي دي، موږ ېې باید کاپي کړاي شو او ټولې نړۍ ته ېې ورسوو، موږ باید ټول کاپي رایت شوي مطالب په نیټ خپاره کړو، موږ باید علمي مجلې ډانلوډ کړو او هغه له نورو سره شریکې کړو موږ باید د Guerilla Open Access Manifesto لپاره مبارزه وکړو.

شوارتز په هغو خبرو کلک ولاړ ؤ چې له خولې ېې وتلې وي. هغه د  JSTOR په نامه پر ډیجیټالي کتابتون نیوکې کولې ځکه چې دوي به له خپلو مشتریانو پیسې اخیستلې. په   JSTOR کې په میلیونونه علمي مقالې او څېړنې پرتې دي او څیړاندو د علمي مجلو د مدیرانو د بیان ازادۍ ته ژمن دی. دغه راز د مقالو د لوستلو په بدل کې د لوستونکو د پیسو د ورکولو ازادۍ ته هم ژمن دی. د JSTOR له نظره دا زما حق دی چې د خپلو نظریو او علمي کار په بدل کې پیسې واخلم خو شوارتز په بل نظر ؤ. هغه به ویل معلومات غواړي ازاد و اوسي او نظریې په هغو کسانو پورې اړوندې نه دي چې د لومړي ځل لپاره ېې مطرح کړي دي. دغه راز د ده په باور دا لیونتوب دی چې معلومات کولپ کړو او بیا ېې په بدل کې پيسې وغواړو. هغه په ماسوچوست کې د M.I.T د کمپنۍ له نیټورکه ګټه پورته کړه او د  JSTOR سایټ ېې هک کړ. هغه په زرګونه علمي او ساینسي مقالې او څېړنې ډانلوډ کړې او غوښتل ېې په انټرنټ ېې خپرې کړي چې ټول ېې په وړیا توګه ولولي. شوارتز ونیول شو او محکمې ته وړاندې کړی شو. کله چې هغه پوه شو چې ښايي محکوم شي او زندان ته واستول شي نو ځان ېې وواژه. هکرانو سخت غبرګون وښود او د یو طومار په خپرولو سره ېې د عدالت غوښتنه کوله او دغه راز د شوارتز د ځورولو او محکومیت په غچ کې ېې د اکاډمیکو مرکزونو او حکومتي علمي موسسو پر سایټونو حملې وکړې. دغه فعالیتونه د دې سبب شول چې  JSTOR بخښنه غواړي چې په دې تراژیدۍ کې ېې ونډه درلوده او له همدې امله ېې خپلو ډیر مطالبو او مقالو(خو ټولو ته نه) ته لاسری ازاد کړ.۶

ډیتایستان شکمنو کسانو ته د سند او ثبوت په توګه بیا بیا د معلوماتو د ازادۍ ګټې بیانوي. همغه ډول چې کپیټالیسان  باوري دي چې هره ښیګڼه او سوکالي د اقتصاد په ودې او پرمختګ پورې اړونده ده، ډیتایستان هم باوري دي چې د اقتصادي ودې په شمول هر څه او هره ښیګڼه او سوکالي د معلوماتو په ازادۍ پورې اړه لري. ولې امریکا تر شوروی ډیره ترقي وکړه؟ دا ځکه چې په امریکا کې د  د معلومات بهیر د شوروي په پرتله ازاد دی. ولې امریکایان د ایرانیانو، او نایجریاوالو په پرته شتمن، روغ او نیکمرغه دي؟ دا د معلوماتو د ازاد بهیر برکت دی. که موږ غواړو یوه ښه او سوکاله نړۍ رامنځته کړو نو کونجي ېې د معلوماتو او ډیټا ازادي ده.

موږ مخکې توضیح ورکړه چې ګوګل د نورو دودیزو روغتیايي ادارو په پرتله ساري ناروغۍ او وبا اسانه او ژر معلومولی شي خو که په دې شرط چې موږ خپلو معلوماتو او شخصي ډیټا ته لاسرسی ازاد کړو. په همدې ډول که د ترانسپورت سیسټم منطقي کړو نو د معلوماتو ازاد بهیر د هوا د ککړتیا او د اصراف مخه نیولی شي . په دوه زره لسم میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې کابو یو میلیارډه شخصي موټران موجود وو چې دغه شمېره د لوړیدا په حال کې ده.۷  دغه موټر د هوا د ککړتیا یو عامل دی او ډیرې زیاتې سرچینې او پیسې هم پرې لګیږي او اصراف کیږي. که نور نه وي په دوامداره توګه نویو لارو او پارکینګونو ته اړتیا پيدا کوي. خلک د شخصي موټرو په استفادې داسې وږدي شوي چې په ډیرې سختۍ سره ېې د عمومي ترانسپورت کارولو ته هڅولی شو. دیټایستان باوري دي چې په حقیقت کې خلک له یوځایه بل ځاي ته د لیږد او ترانسپورت فکر کوي او ضروري هم نه ده چې دغه لیږد او انتقال دې په شخصي موټرو وشي نو په یو ښه او پرمختللي کمپیوټري پروګرام او ډیټاپروسیس سره د لیږد او انتقال ارزانه او اسانه لاره موندلی شو چې تر نني ترانسپورته به ډیر ګټور وي.

زه شخصي موټر لرم خو ډیر وخت په ګراج کې ولاړ وي. په یوه عادي ورځ کې زه په اته بجو او څلورو دقیقو  په موټر کې کښینم او تر پوهنتونه په نیم ساعت کې رسیږم او بیا هلته ټوله ورځ ولاړ وي. په شپږبجو او یولس دقیقو بیرته خپل موټر روانوم او په نیم ساعت کې بیرته کورته رسیږم. ټوله ورځ زه له خپل ګاډي یوازې یو ساعت کار اخلم نو ولې باید  نور ۲۳  ساعته موټر راته بیکاره ولاړ وي. موږ داسې وړوکی ترانسپورتي سیستم جوړولی شو چې د الګوریتمونو په وسیله کنټرولیږي. کمپيوټري سیسټم په دې پوهېږي چې زه له کوره په اتوبجو او څلورو دقیقو راووځم نو کمپیوټرسیسټم یو بې ډریوره اتومات  موټر چې زما د کور ادرس ته نیژدې وي په دقیق وخت کې را استوي. کله چې زه په پوهنتون کې له ګاډي کوز شم نو ګاډی  د دې په ځاي چې په پارکینګ کې ما ته ولاړ وي د نورو خلکو چوپړ کولی شي. بیخي په دقیق وخت یاني اتلس بجې او یولس دقیقې بیرته زه له پوهنتون بهر راوځم نو زما مخې ته به یو بل عمومي موټر ولاړ وي او ما به کورته رسوي. په دې ډول د یو میلیارډ شخصي موټرو ځاي پنځوس میلیونه بې ډریوره کمپیوټري موټر نیولی شي. په دې ډول موږ لږو لارو او سړکونو، پلونو، تونلونو، او پارکینګونو ته اړتیا لرو. طبیعي خبره ده چې دا په دې پورې اړه لري چې زه د خپل شخصي حریم له ازادیو تیر شم او اجازه ورکړم الګوریتمونه په دې پوه شي چې زه چېرته یم او په هر ساعت او شیبه کې چېرته ځم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب