د فوټبال لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

چیلسي د انګلستان په غوره لیګ کي دوهمه لوبه هم ونه ګټله.

چیلسي 1 | ماسون ماونټ
لیسټر سیټي 1 | ویلفرډ نډیډي

د جرمني د حذفي جام د دوهم پړاو پچه اچونه وشوه. په مهمه لوبه کې ډورټمنډ د بروسیا مونشن ګلډ باخټ پر وړاندې لوبیږي. د دوهم پړاو لوبې د اکټوبر پر 29مه او 30مه نېټه کېږي.

یو کال مخکې په دې ورځ، رونالډو د یوونټوس لپاره په سیر ای کې لومړۍ لوبه وکړه.

په لالیګا کي د ریال ماډریډ د ګول لګولو کارنامه ( په 21مه پیړۍ کي) په دې کلب کې د رونالډو په شتون او نشتون کې.

رسمي: د بروسیا مونشن ګلډ باخټ 19 کلن مرکزي لوبغاړی میشاييل کویسانس په 5 کلن قرارداد د 10 میلیونه یورو په بدل کې د بایرن میونیک سره یو ځای شو.

د موناکو کلب چې دا فصل یې د ډېرو هیلو سره پیل کړی، د لیګ په لومړۍ او دوهمه اوونۍ کې یي په داسې توګه ماتې وخوړې، چې په دواړو لوبو کې یي لوبغاړي لس نفره شوي وو.

هغه برازیلي لوبغاړي چې د بایرن میونیک سره یو ځای شوي دي.