نن/شنبه ولایتي چلنج جام: هلمند، کابل لوبډله او خوست بیا بلخ لوبډله ماته کړه

د ولایتي چلنج جام  سیالیو په لړ کې نن شنبه چې د زمري میاشتې له ۲۵مې نېټې سره سمون خوري، هلمند په ۶ ویکټو کابل ته ماته ورکړه.

 هلمند لوبډلې د کابل د ۱۲۵ منډو هدف د لوبې په ۲۸م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړی، ددې لوبډلې لپاره قدرت الله کاکړ ۴۴ ناسوځېدلي منډې او رحیم الله سهاک ۳۴ منډې جوړي کړې، د کابل په ګټه شفیق الله غفاري ۲ لوبغاړي وسوځول.

 د کابل لوبډلې لپاره بیا دورېش رسولي ۴۱ منډې ترلاسه کړي وې خو د هلمند تېز توپ اچوونکي دستګیرخان ۳ لوبغاړي سوځولي وه.

بل پلو بیا:

د ولایتي چلنج جام لوبو دوهمه سیالۍ کې خوست په ۶ ویکټو بلخ ته ماته ورکړه.

 بلخ لوبډلې د ۱۴۵ منډو هدف ټاکلی و چې عبدالرازق ۴۵ منډې ترلاسه کړي وې او ضیاالرحمن شریفي ۵ لوبغاړي سوځولي وه.

 د بلخ ټاکل شوی هدف خوست د لوبې ۳۱م اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه کړی، د خوست لپاره رحیم منګل ۳۸ منډې او محمدالله ۲۸ منډې جوړي کړې.