د کرکټ له ډګره تر ټولو جالب خبر

 د هند کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی کرکټر هارډک پانډيا له واده مخکې پلار شو. دغه نامتو کرکټر په انسټګرام د خپل نوي زېږېدلي ماشوم عکس خپور کړی او کپشن کې يې ليکلي: موږ ته د زېري په ډول خواږه راکړل شو.

 هارډک پانډيا او نتاشا د روان ميلادي کال په لومړۍ ورځ د کوژدې اعلان کړې وه، خو د قرنطین پر مهال يې د خپلې امېندوارې ښځې عکس پوسټ کړی و او لیکلي يې وو چې ډېر ژر درېيم تن راروان دی.

 د تېرې پنجشنبې په ورځ يې زوی وشو خو لا نوم يې ورته نه دی ټاکلی.

 پانډیا ته ویرات کهولي، سوریا کمار، ایل راهيل تر څنګ د نړۍ بېلابېلو لوبغاړو او مینه والو مبارکياني ورکړي.

 نتاشا د سربیا هېواد اوسېدونکې ده، په یو شمېر فلمونو، سندرو او تلویزوني خپرونو کې یې کار هم کړی.

هارډک پانډيا ۲۶ کلن دی او د هند کرکټ ملي لوبډله کې په ښي لاس توپوهنه کوي.