عربي متحده اماراتو د هند سوداګریز لیګ کوربتوب ته ټټر وواهه

د جمعې په ورځ د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۰ م کال آې پي اېل لوبو کوربتوب متحده عربي امارات کوي او کابو دوه نیمې میاشتې وروسته پېلېږي.
د هندوستان کرکټ بورډ وایي، چې سږ کال د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو دیارلسم پړاو دی او کوربتوب به یې عربي متحده امارات کوي.
د آې پي ایل د لوبو د کوربه هېواد په اړه ضد و نقیض راپورونه زیات وو؛ خو د جمعې په ورځ څرګنده شوه، چې د دې لوبو مېزباني به دبۍ کې کېږي.
له دې وړاندې سریلانکا هم د آې پي اېل کوربتوب ته ټټر وهلی و؛ خو د هندوستان کرکټ بورډ هڅه کوله، چې هندوستان کې داسې ځای وټاکي، چې کرونا ویروس پکې نه وي؛ خو دې وروستیو کې په هندوستان کې د کرونا پېښې زیاتې شوې او د نړۍ په کچه د مثبتو پېښو له امله درېیم هېواد دی.
سږ کال د آی پي اېل دیارلسم پړاو د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه پېلېږي او د نومبر میاشت پورې به دوام وکړي.
د دې لوبو اتلولۍ څلور ځل ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډلې، درې ځلې چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې، دوه ځلې کلکته نایټ رایډرز، یو ځل دیکان چارجرز، یو ځل سنرایزرز حېدراباد او یو ځل راجستان رایلز کرکټ لوبډلې ګټلي دي.
سږ کال ممبي کرکټ لوبډله له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.
دې لیګ کې تر دې دمه درې افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي، مجیب الرحمن له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره، راشدخان او محمد نبي له سنرایزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي.