د ایرلنډ ښځينه لوبډلې ته نوموتې کرکټره راستنه شوه

ولید ( خپلواک )

 مک کارټي په ۲۰۱۷ م کال کې د ایرلنډ د ښځينه لوبډلې څخه وتلی وه او اوس بیرته په ۲۰۲۰ م کال کې ایرلنډ لوبډلې ته راستنه شوه. مک کارټي چټکه توپ اچونکی ده او د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځل بیا د لوبغاړی په صفت یوځای شوه.

مک کارټي ویلي: (( دا زما لپاره یو لوی ویاړ دی چې بيرته ملي لوبډلې ته راستنه شوم، زه اوس ډېر ښه احساس کوم، زه به یو وخت کې د سوپر درې لوبغاړی په نوم مشهوره وم.))

د ښځينه و لوبډلې مشر روزونکي ایډ جویس ویلي و: (( مونږ ډېر خوښ یوو چې مک یو ځل بیا ملي لوبډلې ته راستنه شوه، زمونږ د میرمنو مشر انتخاب کوونکي کېري ارچر، هم همدا هيله درلوده چې مک بیرته ملي لوبډلې ته راوګرځي ځکه هغه یوه ښه لوبغاړی ده او ټیم ورسره د ارامۍ احساس کولای شي.))

 ایرلنډ کرکټ ښځینه لوبډله به  په روانه میاشت کې سریلانکا ته سفر وکړي او هلته به د نړیوال جام لپاره د سیالیو برخوالي شي.

یاده دې وي چې مک کارټي له درکلن ځنډ وروسته د ایرلنډ کرکټ ښځینه لوبډلې ته بیا راوګرځېده.