د متحده ایالاتو ورزشي سرچینې: مینر لیګ به په ښه بڼه ترسره کړو

ولید ( خپلواک )

 امریکا متحد ایالات په پام کې لري چې د اګسټ په ۲۲مه نيټه خپل رسمي لیګ د پېل څخه پرانیزي، دوی په پام کې لري چې خپل کورنی سوداګریز لیګ په همدغه نېټه پرانیزي.

 د متحد ایالاتو د سپورټ باورې سرچینې د مينر لیګ ټي ټونټې لیګ یادونه کوي چې دغه لیګ به په ښه شکل ترسره شي. مشهوره رسنیو ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي:

 یاد لیګ به د ۹ اوونېو څخه ۷ اوونېو ته راکم شي، دوی داسي کړنلاره جوړه کړې چې هر ه لوبډله به خپل لوبغالی ولري او محدود سفرونه به ترسره شي چې یوازې د یوي شپې لپاره به وي.

 د جولای په وروستیو نیټو کې به د ځنې مالیکینو او لوبډلو نومونه هم ذکر شي، په اصل کې ټاکل شوې دغه لنډ مهال لیګ چې د مينر ټي ټونټي په نوم به شهرت ولري امریکا متحده ایالات به پري ډېر زیات مالي مصرف وکړي.

دغه لیګ به په ۲۰۲۱ م کال کې په دوبۍ کې د ګڼ شمیر لوبغاړو په شتون کې ترسره شي.

 یاده دې وي چې د مينر لیګ په اړه لا تر اوسه داسې نه دي ویل شوي چې ټول به کورني لوبغاړي وي او که بهرني لوبغاړي به پکې هم برخه وال وي.