یو اسټرالوي کرکټر خپل مینه وال خواشیني کړل

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکي مېچل سټارک ویلي، له دې وروسته غواړي چې یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي او او شل اوریزو لوبو کې خپل لوبېدل راکم کړي.

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکي ویلي، چې غواړي له دې وروسته کرکټ برخه کې بوختیا راکمه کړي او زیات وخت له کورنۍ سره لیدو کتو او اوسېدو ته ځانګړی کړي.

هغه کرکټ لوبغاړي چې وړتیا یې زیاته ده او د کرکټ په بېلابېلو برخو کې یې د لوبېدو تقاضا زیاته ده خورا بوخت ژوند لري، چې د کرکټ او تمریناتو له امله ډېری وخت کورنۍ سره لیدو کتو ته نه وزګارېږي.

پر همدې بنسټ مېچل سټارک هم غواړي، چې د کرکټ نړۍ کې خپل کار رامحدود کړي او شل اوریزې لوبې راکمې کړي.

هغه ویلي غواړي چې خپل فامیل سره وخت تېر کړي.

د مېچل سټارک مېرن الېسا هیلي هم یوه مطرح کرکټ لوبغاړې ده، چې ۲۰۱۸ م کال کې په ښځینه لوبغاړو کې خورا وځلېده.

۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې مېچل سټارک هم تر ټولو غوره توپ اچوونکی و.