د بارسلونا مرکزي لوبغاړی مټئوس فرنانډز په کورونا اخته شوی، نور هم شته

محمود خان منندوی

د بارسلونا مرکزي لوبغاړی مټئوس فرنانډز چې په قرضي توګه په ریال وایډولیډ کلب کې لوبیږي، په کرونا اخته شوی دی.

ګارډین: د غوره لیګ اتحادیې وویل، چې هیڅ لوبغاړی د لوبو بیا کولو ته نه مجبوروي. سولشر او کریس وایلډز هم ویلي دي، چې خپل هیڅ لوبغاړی به د تمرین په کولو مجبوره نه کړي.

مارکا:  د برازیل د فلامینګو کلب د یوه مدیر ( مائوریسمو ګومز ډي مټوس) د کرونا ټیسټ مثبت اعلان شو.  ډي مټوس د فوټبال په نړۍ کې افسانوي لوبغاړی دی، دی شور جوړونکې سیالي هم کولای شي.

د لیورپول پخوانی ستوری کني ډالګلیش چې په کرونا وایروس اخته شوی و، د روغتون څخه رخصت شو.

فیفا اعلان کړه، چې د فوروارډ د پروژې په همکارۍ به ۱.۷۵ میلیارده ډالره مبلغ د خپلو ۲۱۱ غړو سره د مالي زیانونو د کمښت په خاطر مرسته وکړي. د دې ترڅنګ هغه فدراسیونو له پاره هم مالي صندوق جوړ شوی دی، چې د بحران سره مخ شوي، دا مالي صندوقونه له دوی سره د اړتیا پر وخت مرسته کوي.

اکسپریس: د ارسنال سره قرارداد غځولو ته ابامیانګ دې کلب ته د معاش د ۳۰ سلنه د لوړولو شرط ایښي دی، چې ارسنال یي منلو ته نه راضي کېږي. اینټر میلان او بارسلونا د دې لوبغاړي غوښتونکي دي.

 د انګلستان د شیفیلډ یونایټیډ کلب د مالي بحران له امله خپل ځیني دایمي او موقت کارکوونکي اجباري رخصت کړي او جزيي یې بېکاره کړي دي.

اکیپ: که د کرونا سره د مبارزې حالت ښه مخته ولاړ شي، نو د فرانسې د فوټبال اتحادیه غواړي چې د فرانسې لومړی او دوهم لیګ به په اګسټ میاشت کې پیل کړي.