د کرکټ په نړۍ کې څو ډول اوټ شته؟

ولید ( خپلواک)

 کرکټ چې د نړۍ په هر هیواد کې ډېر زیات مینه وال لري، نو باید مونږ پوه شو چې نړۍ کې څو ډوله اوټ شته. دلته یې راسره ولولئ!

 د کرکټ په نړۍ کې ۱۱ ځله اوټ اوس شته چې یو توپ وهونکی پرې اوټ کیدلای شي، پنځه یې ډېر ساده دي او شپږ نور یې بیا لږ څه سخت دي.

لومړی: کلین بولډ: هغه اوټ دی چې یو توپ اچوونکی یې په قانوني ډول ترسره کړي او د توپ وهونکي څخه ویکټې وولي.

 دوهم: کیچ اوټ: هغه اوټ دی چې ډېر خلک ورسره اشنا دي، خو په درې ډوله دی چې هر یو به یې بیل بيل تشریح کړو:

 لومړی: کله چې یو توپ اچوونکی توب ترسره کړي او د لوبې ډګر ساتوونکی یا فیلډر ترې کیچ واخلي، نو دی ته وایي (کیچ د فیلډر لخوا) وايي.

 دوهم: کله چې توپ اچوونکی توپ تر سره کوي او ویکټ ساتونکی ترې کیچ واخلي، نو دی ته وایي، (د ویکټو تر شا کیچ).

 درېیم: هغه کیچ دی چې کله توپ اچوونکی توپ تر سره کړي او توپ وهونکی یې بېرته توپ اچوونکي ته ووهي نو دی ته وایي، د (بالر لخوا پخپله کیچ).

درېیم: سټمپ اوټ: دا هغه ډول او ټ دی چې د کرکټ په نړۍ کې یې اکثریت پرېکړې درېم امپاېر ته ځي، کله چې توپ وهونکي له خپل ټاکلي خط څخه مخکي قدم کیږدې او مخکې د توپ وهلو پسي راشي، نو د ویکټ ساتونکي لخوا په ویکټ سمدلاسه برید کیږي او د ټاکلي کرښې څخه مخکي ویکټې وهل توپ وهونکي ته د لوبڅار د اوټ زیګنال ورکوي .

 څلورم:  د کرکټ په نړۍ کې یو جنجالي اوټ د اېل بي ډبلیو څخه دی، دا په هغه صورت کې رامنځته کیږي کله چې یو توپوهونکی درې واړه ویکټو ته مخامخ ولاړ وي او بیا توپ مستقیماً د توپوهونکي د پښو سره په تماس کې شي، خو باید توپ د اپ سایډ څخه بریک شوی وي، پر دغه صورت کې توپ اچوونکی خپل درخواست لوبڅار ته کوي.

پنځم: رن اوټ: دا هغه ډول اوټ دی چې په کرکټ کې ورسره زیات وخت لوبغاړی مخ کیږي کله چې یو لوبغاړی د شاټ وروسته د منډې هڅه کوي او پر دغه وخت کې ډګر ساتوونکي په ویکټ ګوزار وکړي او ویکټې ولګیدې، که توپ وهونکی ټاکلي خط ته رسیدلی وي، ناټ اوټ دی او که نه وي رسیدلی مستقیماً اوټ دی.

 شپږم: ویکټ وهل: دا هغه ډول اوټ دی چې په نړۍ کې ډېر کم لیدل کیږي که توپ وهونکی په ځان بیټ لاس پښه او نورو غړو سره ویکټ ووهې نو اوټ اعلانیږي.

اووم: د بال دوه ځله وهل په بیټ باندې: دا هغه ډول اوټ دی چې یو توپ وهونکی یې بغېر له ضرورت څخه په بیټ ووهي، نو پر دي وخت کې لوبڅار پوره صلاحیت لري چې اوټ ورکړي.

اتم: په قصدي ډول د فیلډر نیونه: دا هغه ډول اوټ دی چې یو توپ وهونکی د منډې پر جریان کې ډګر ساتونکي کلک ونیسي او ځان ځای ته ورسوي نو بیا لوبڅار صلاحیت لري چې اوټ یې اعلان کړي چې دا ډول اوټ د کرکټ په نړۍ کې یوازې یو ځل رامنځته شوی دی.

نهم: د وخت له کبله: یو ډول داسې اوټ چې په کرکټ کې د لوبغاړي د زیات وخت پر تیرېدو باندې لوبغاړی اوټ حسابیږي؛ ځکه کرکټ ځان ته په هر فارمټ کې خپل خپل اصول لري که توپ وهونکی په ټاکلي وخت میدان ته راښکته نشي، نو امپاېر یې اوټ ورکوي.

 لسم:  په لاس سره د توپ نيول: دا هغه ډول اوټ دی چې کله د لوبې پر مهال توپ وهونکی بغېر د لوبغاړي یا ویکټ ساتوونکي د اجازت پرته توپ په لاس سره ونیسې نو پر دي وخت کې لوبغاړي کولای شي چې اپیل وکړي.

 یوولسم:  ریټایرډ اوټ: دا هغه ډول اوټ دی چې یو توپ وهونکی بغېر د لوبڅار یا د لوبډلمشر له اجازت پرته له میدان څخه ووځي.