نن هم د کرکټ سیالۍ نه پېلېږي

 دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له وېرې د ۱۴ ورځو لپاره لوبې لغوه شوي دي؛ امکان شته د لوبو ځنډولو دا موده لا وغځېږي او د مارچ په ۲۷ مه نېټه/نن به هم لوبې پېل نشي.

 د کرونا ویروس له وېرې د نړۍ ټول ورزشي لوبغالي خالي دي، چې په دې لړ کې د کرکټ لوبډلو ورزشي سفرونه هم ځنډېدلې دي.

 تمه وه چې د مارچ میاشت په ۲۷ مه نېټه /نن د انګلستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ ټېسټ کرکټ لوبې پیل شي؛ خو د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې دا لوبې هم وځنډول شوې.

 سریلانکا ته د انکلستان کرکټ لوبډلې سفر د مارچ میاشت په ۷ مه نېټه پلان شوی و؛ خو دا سفر د کرونا وژونکې وبا له امله وځنډول شو او د مارچ میاشت په ۲۷ مه نېټه هم نه ترسره کېږي.

 دا چې د سریلانکا په ګډون د نړۍ نورې کرکټ لوبډلې به لوبې کله پېلوي لایې هم په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو د کرونا د جدي تهدید په صورت کې به د انګلستان او سریلانکا ټېسټ لوبې هم ترسره نشي.