نیمار بیا د بارسلونا څخه شکایت وکړ! نور هم شته

محمود خان منندوی

 نیمار د بارسلونا څخه د خپل تاوان 6.5 میلیونه یورو غواړي.

 دا درېیم ځل دی، چې نیمار په قانوني توګه د خپل پخواني کلب څخه شکایت کړی دی.

ساډیو ماني:  په سنګال کي تر دوو کلونو پورې مخکې ټوله د ریال ماډریډ، منچسټر یونایټیډ او بارسلونا مینوال ول، خو اوس د لیورپول مینوال دي. غوره لیګ د نړۍ غوره لیګ دی.

 کله چې د لیورپول لوبه وي، نو داسې فکر کېږي، چې د سنګال د ملي لوبډلې لوبه ده.

پیکي د بارسلونا سره عادي تمرینات وکړل او الکلاسیکو ته اماده دي.

د ایټالیا په شمال کي د کرونا وایروس د خپریدو له امله د اینټر میلان – یوونټوس د یکشنبې تر لوبي مخکي د کونټي کنفرانس لغوه شو.

د چمپیونز لیګ 2018/19 فصل: ایاکس نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه!

د اروپا لیګ 2019/20 فصل: ایاکس په 1/16 پړاو کي اوټ شو.