د جنوبي کوریا ډېرو لوبغاړو د ۴ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت جایزې ترلاسه کړې
د سلګونه ډالرو په ارزښت د باډمېنټن سیالۍ په سویلي کوریا کې پای ته ورسېدې. د سویلي کوریا هېواد سلګونه لوبغاړو د باډمېنټن سیالیو لړۍ ولوبولې، چې په وروستیو کې په ډېری لوبغاړو د ۴ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت جایزې ووېشل شوې.
باډمېنټن سیالۍ چې د ورزش یوه په زړه پورې او توده برخه ده، په ۲۰۱۹ م کال کې ترسره شوې، چې پکې د سویلي کوریا ډېری ځوانو لوبغاړو ګډون کړی و، چې بالاخره دا سیالۍ د سپټمبر په میاشت کې پای ته ورسېدې او په لوبغاړو د ۴ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت جایزې ووېشل شوې.
دا سیالۍ شپږ ورځې روانې وې، چې پکې ډېری کوریایي ځوانو لوبغاړو برخه اخېستې وه.
د باډمېنټن سیالۍ په افغانستان په ګډون ډېری هېوادونوکې ترسره کېږي، چې زیات مینوال هم لري.