د باټون ټوېرلېنګ سیالیو پیل نن په جورجیا کې کېږي

د تورې بحیرې پر غاړه پروت هېواد جورجیا کې د باټون ټوېرلېنګ لوبې د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه پېلېږي او تر اکټوبر میاشت پورې به په وقفه یي ډول دوام وکړي، دې سیالیو کې لوبغاړي هڅه کوي، چې د غوره کارکرده ګۍ په صورت کې ځانونه ښه وځلوي.
د باټون ټوېرلېنګ لوبې او په زړه پورې نندارې دا ځل په جورجیا هېواد کې په پام کې دي.
لوبې به د لسګونه لوبغاړو ترمنځ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۲ مه نېټه پیل شي او په وقفه یي ډول به د اکټوبر تر لسمې نېټې دوام وکړي.
په دې لوبو کې لوبغاړي د لرګي او یا هم لرګیو په مرسته حرکات اجرا کوي او د ننداره کوونکو پر وړانډې خپل هنر او جوهر څرګندوي.
دې لوبو کې چې کوم لوبغاړی ښه او غوره کارګرده ګي یا پرفامېنس وکړي، زیاتې نومرې اخلي او د ننداره کوونکو له تودو چکچکو سره مخ کېږي.
د جورجیا سربېره د دې لوبو مسابقې په اسټرالیا کې د تېرې اګسټ میاشتې په لومړیو کې ترسره شوې او د کال په اوږدو کې د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې ترسره کېږي.
د دې لوبو لپاره د قهرمانۍ جام سیالۍ هر کال د باټون ټوېرلېنګ نړیوال فدراسیون چمتو کوي او د نړۍ له مختلفو هېوادونو پکې نارینه او ښځينه لوبغاړي برخه اخلي.
د باټو ټوېرلېنګ سیالیو لپاره به د قهرمانۍ جام لوبې په ۲۰۲۱ کال کې ترتیب شي.