عبدالرحیمزی: شپږیزه کرکټ لیګ افغانستان ته پټې وړتیاوې ورپېژندلی شي

کرکټ بورډ وایي، د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره پنځو کمپنیو د پنځو لوبډلو ملکیت امتیازات ترلاسه کړل، چې له دې ډلې یې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت (NAME) د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت (HCL) د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ.
د کرکټ بورډ په یوه غونډه کې د دغې ادارې د سرپرست اجراییه مشر نظیم جار عبدالرحیمزي او د شپږیزې کرکټ لیګ د پنځو لوبډلو د ملکيت د امتياز لرونکو ترمنځ چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې په استازیتوب شمس الحق شمس، د ایوبي سپورټس کمپلکس په استازیتوب عبدالطیف ایوبي، حاجي زلمي ځدراڼ د حضرت سوداګریز شرکت، وحید افغان د ډېلي فرېش کمپنۍ او نوید احمدزي د اسعارو تبادلې په استازیتوب ګډون کړی وو؛ قرارداد لاسلیک شو.
ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو ستر لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر پیاوړي او پټ استعدادونه موندلي دي او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږو لوبډلو له منځه د پنځو لوبډلو د ملکیت امتیاز قرارداد لاسلیک شو چې له ډلې یې یوازې د بُست زون لوبډلې امتیاز تر اوسه کومې کمپنۍ یا شرکت نه دی ترلاسه کړی.
د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.
شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې تاسیس شوی، چې اتلولۍ یې سپین غر پړانګانو، مِس عېنک اتلانو، کابل بازانو، بند امیرښامارانو لوبډلو ګټلي دي.
د دې کرکټ لیګ په تېرو پړاوونو کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم لوبېدلي؛ خو ښایي سږ کال یواځې افغان لوبغاړي دغه لیګ پرته له ننداره کوونکو ولوبوي.