د ویسټ انډيز سوداګریز لیګ د اګسټ په ۱۹مه پيلیږي

په ویسټ انډیز کې د سي پي ایل سیالیو لپاره بولي ترسره شوه، چې پکې یو شمېر افغان لوبغاړي مختلفو لوبډلو کې واخېستل شول.
د اتم پړاو سي پي ایل یا کاربیئن سوداګریزو کرکټ سیالیو لپاره د دوشنبې ماسخوتن بولي ترسره شوه، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي هم واخېستل شول.
محمدنبي عیسی خېل، نوراحمد، راشدخان ارمان، رحمان الله ګربز، قېس احمد او نوین الحق هغه لوبغاړي دي، چې یاد لیګ کې واخېستل شول.
د سي پي ایل سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ میاشت په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د سپټمبر تر ۱۰ مې نېټې دوام کوي.
یاد لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي، چې نیمه پایلوبې او پایلوبه هم پکې شاملې دي.
د سي پي اېل سوداګریزو کرکټ سیالیو اتلولي دوه ځلې باربادوس، دوه ځلې ټرېنباګو نایټ رایډرز، دوه ځلې جېمکا ټلاواس او یو ځل ټوباګو او ټرېنېډاډ لوبډلو ګټلي دي.
سږ کال به جمېکا ټلاواس لوبډله له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.