له پاکستاني محمد عباس سره نوټین ګهام شاېر تړون لغوه اعلان کړ

ولید ( خپلواک )

 نوټين ګهام شاېر خبر ورکړ چې د پاکستاني چټک توپویشتونکي محمد عباس سره یې د ۲۰۲۰ م کال کاونټي تړون فسخ اعلان کړ.

دا چې کرونا وایروس په ټوله نړۍ کې د ورزش هر ډول سیالۍ بندې کړې وې، نو پر همدې موخه انګلستان کې هم سوداګریز لیګ شاید ترسره نشي.

عباس انګلستان ته د سیالیو لپاره د پاکستان په لوبډله کې شامل دی چې د تېرې جون میاشتې پر ۲۸ مه نېټه یې انګلستان هیواد ته د درې ټیسټ او درې شل اوریزه لوبو لپاره سفر وکړ.

پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د جولای په ۳۰ نېټه انګلستان سره د سیالیو پرانیسته وکړي.

یاده دې وي چې له محمد عباس وړاندې له استرالیایي ګلین مکسویل، جیمز فالکنر، هندي فوجارا، بي جي واټلینګ، او هندي روي چندر اشوین، سره لوبډلو تړونونه لغوه کړي وو.