د اولمپیک سیالیو ځنډ د رو وېنګ لوبې هم وځنډولې

 د رو وېنګ لوبې چې د ورزش نړیوال فدراسیون سره رسمي دي او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو کې ترسره کېږي، تمه وه چې اولمپیک سیالیو کې ترسره شوی وای؛ خو د اولمپیک لوبو په لغوه کېدوه سره دا لوبې هم سږ کال نه ترسره کېږي.

 اولمپیک سیالیو کې ډول، ډول لوبې نندارې ته وړاندې کېدې، چې د دغو لوبو منځ کې د روېنګ لوبو ته هم ځای ورکړل شوی و او تمه وه، چې د جولای میاشت کې نندارې ته وړاندې شي؛ خو د جاپان هېواد او د اولمپېک نړیوال فدراسیون په دې موافق شول، چې د اولمپېک سیالۍ هم وځنډوي، ترڅو د کرونا تهدید کچه کمه کړي، چې دې سره د رو وېنګ لوبې هم لغوه شوې.

 د روېنګ لوبو کې یو، یو لوبغاړی یا هم ډله ئیز لوبغاړي په کوچنیو کښتیو کې ناست وي، دغه کښتۍ د راشپېلونو یا قایق په مرسته حرکت کوي.

 په کښتیو کې سپاره لوبغاړي هڅې کوي، چې راشپېلونه یا قایق ژر، ژر اوبو کې ووهي او کښتۍ ته سرعت ورکړي، تر څو له خپلو سیالانو مخکې شي.

 دې سیالیو کې د هرې لوبډلې په کښتیو شمېرې لګېدلې وي او کومه کښتۍ چې له نورو وړاندې شي او ټاکلی واټن ووهي الومړی مقام اخلي.

 دا سیالۍ په تمریني ډول د کال په اوږدوکې د نړۍ ډېری هېوادونو کې ترسره کېږي او زیات مینوال هم لري، خو دا چې د ۲۰۲۰ کال پیل کې د کرونا وژونکي ویروس سر راپورته کړی؛ نو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې یې چارې ځنډولي او لوبې ترې هم بې اغېزې نه دي پاتې شوي.