ماریا بارټومیو د والورډي د اخراجېدو پلان نه لري

محمود خان منندوی

د هسپانیا څخه رسنیو خبر ورکړی دی، چې د بارسلونا کلب رئیس ماریا بارټومیو اوسمهال د والورډي د اخرجیدو پلان نه لري او راتلونکې دوبي کې به د هغه ځایناستی د هالنډ د ملي لوبډلې روزونکی رونالډ کومان وټاکي.

 بلخوا د بارسلونا کلب ته نږدې رسنۍ د کاټلونیا راډیو یوه خبر کې ویلي دي، چې د بارسلونا کلب ورزشي مدیر اریک ابیډال او د دې کلب بل غړی اسکار ګرایو په قطر کې دي، تر څو د بارسلونا د روزونکي په توګه د کارکولو له پاره د ژاوي سره خبرې وکړي.

الیکسانډر ارنولډ د غوره لیګ د ډیسمبر میاشتې غوره لوبغاړی انتخاب شو.

 یورګن کلوپ د غوره لیګ د ډیسمبر میاشتي غوره روزونکی انتخاب شو.

 پر برنلي د سون هیونګ مین ګول د غوره لیګ د ډیسمبر میاشتي غوره ګول انتخاب شو.