ډیمبلي خپل بخت ژړوي، هغه بیا د ټپ ښکار شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

 تېره شپه ډيمبلي بیا ټپي شو او دا روان فصل کې درېیم ځل دی، چې هغه زخمي کېږي.

ډیمبلي الکلاسیکو له لاسه ورکړه!

 هغه پرونۍ لوبه کې د زخمي کېدو په خاطر تقریباً یوه میاشت نه شي لوبیدای.  ډیمبلي په اخیرو دوو فصلونو کي 8 ځله زخمي شوی دی او هسپانوي ټلویزیون الچرینګیټو دا د هغه غیري مسلکيتوب یاد کړی دی.

 اې ایس ورځپاڼي بیا 2019 کال د ده لپاره پای ته رسیدلی یاد کړ.

د ډورټمنډ ګول ساتوونکی رومن بور کې 153 مختلف ګول ساتوونکی شو، چې د میسي څخه یي ګول وخوړ.

 میسي د روانې لسیزې په ټولو کلونو کې په ملي سطحه او د کلب په سطحه +45 ګولونه لګولي دي.

 میسي د بارسلونا لپاره په نیو کمپ کې په 343 لوبو کې 357 ګولونه لګولي دي او 125 د ګول پاسونه یي کړي، چې په مجموعه کې یي په 482 ګولونو کي یي تاثیر درلود.

 میسي په چمپیونز لیګ کې د 6 مختلفو لوبډلو پر وړاندې په 16 لوبو کې لوبیدلی دی، چې په مجموع کې یي 17 ګولونه او 5 د ګول پاسونه یي کړي. هغه یوازي پر انګلیسي کلبونو تر نورو ښه کارنامه لري: 26 ګولونه او 6 د ګول پاسونه.