د فوټبال له ډګره وروستي خبرونه

محمود خان منندوی

ډیلي مېل ومنله چې د نوي قوانینو د یوې برخي په توکه، د غوره لیګ هر کلب مؤظف دی تر څو د کرونا وایروس سره د مقابلې په برخه کي یو متخصص په کار وګماري.

د نړۍ د فوټبال نامتو کلب ارسنال مشر روزونکی مېکل ارټیټا د ارسنال د بریا راز د غوره فوټبالرانو رانیونه بولي. نوموړی وايي: ((د ارسنال په تېره لوبه کې هکټور بیرین تر ۷۳۷ ورځو وروسته د ارسنال لپاره ګول ترسره کړ. هکټور له ډېرې مودې راهیسې کوم ګول نه و ترسره کړی، خو د ۷۳۷ ورځو وروسته وتوانېده چې حېرانوونکی ګول ترسره کړي.))

هکټور بیرین له دې وړاندې خپل وروستی ګول د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري میاشت کې پر بورنموث لوبغاړي ترسره کړی و.

هکټور ارسنال کلب ته په ۲۰۱۱ میلادي کال په اوړي کې ددې کلب سره د یو ځای کېدو په موخه خپل سفر پېل کړ چې تر اوسه هم د ارسنال سره لوبیږي.

نوموړی د هسپانیا د فوټبالرانو له ډلې څخه یو نامتو لوبغاړی بلل کیږي چې اوسمهال دی ځوان دی او ۲۴ کاله عمر لري.

هکټور په هسپانیا کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

هکټور بیرین له قد ډېر لوړ هم نه دی، نوموړی ۱.۷۸ سانتي متره لوړوالی او ۷۴ کېلو ګرامه وزن لري.

نوموړی د ښې لوبې له کبله د نړۍ په کچه ګڼ شمېر مینه وال لري. دی له شوره ډکه سیالي هم کولی شي.