میسي د چا دروناوی وکړ؟

محمود خان منندوی

راموس وايي:  الکلاسیکو د نورو لوبو په څېر یو عادي لوبه نه ده.

(( زه فکر کوم، چې میسي د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه دی او خپله هغه ته ډېر احترام لرم. هغه ته ښه چانس غواړم، خو نه تر هغه پورې چې پر موږ منفي تاثیر وکړي.))

ګلابو سپورټي: د برازیل د فوټبال فدراسیون دا مهال د پاریس سېنټ جرمن کلب سره خبري کوي، تر څو د توکیو د 2020 المپیک ته یي دعوت کړي او د کوپا امریکا لوبو کې یي د لوبیدو اجازه هم ترلاسه کړي.

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

 په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره جرمني کلبونو د میلادي کال ۸ لومړۍ لوبې په ټولو ټورنمنټنونو کې وګټلې.

کوراټوا: میسي زما له پاره د نورو لوبغاړو سره هیڅ فرق نه لري. زه هغه ته د سلټا ویګو او لیوانټي د لوبغاړو په څېر ګورم.

رسمي: الیسون بیکر د ۲۰۱۹ م کال د سامبا جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه هر کال په اروپا کې غوره لوبیدونکي برازیلي لوبغاړي ته ورکول کېږي.