د فوټبال لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

ګازټا:  که چېرې د سیري اې ځنډېدلې لوبې بیرته پېل شي، نو د ایټالیا د حذفي جام د نیمه پایلوبې د راتګ پړاو لوبې او پایلوبې ترسره کولو ته وخت نه پاتې کېږي، چې دا لوبې به د بل فصل پېل ته پاتې شي.

 ډيلي میل: ارسنال د خپلي حملې کرښي د قوي کولو له پاره په راتلونکي دوبي کې د ولورهمپټن د پرټګالي لوبغاړي ډیوګو ژوټا د رانیولو له پاره اقدام کوي.

د اټلانټا لوبغاړي یوزیپ ایلیچیچ چي تېره اوونۍ یي پر والنیسا په کوم توپ پوکر وکړ، هغه یي د کرونا وایروس سره د مبارزې او د ډاکټرانو د درنښت له امله د برګامو روغتون ته ځانګړی ورکړ.

د ټاټنهام او لیپیزیګ د تېري اوونۍ د لوبي پر وخت د ټاټنهام د فاعي لوبغاړي فرټونګن پر کور او کورنۍ وسله لرونکو غلو حمله کړې وه.

 اکسپریس: د ارسنال سره قرارداد غځولو ته ابامیانګ دې کلب ته د معاش د ۳۰ سلنه د لوړولو شرط ایښي دی، چې ارسنال یي منلو ته نه راضي کېږي. اینټر میلان او بارسلونا د دې لوبغاړي غوښتونکي دي.

مارکا:  د برازیل د فلامینګو کلب د یوه مدیر ( مائوریسمو ګومز ډي مټوس) د کرونا ټیسټ مثبت اعلان شو.